چغچران (پژواک ١٦ غبرګولى ٩١): د غور په پساوند ولسوالۍ کې د وسلوالو مخالفينو او دولتي ځواکونو ترمنځ د تېرو درېيو ورځو نښتو په ترڅ کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غور امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوالو طالبانو درې ورځې مخکې د يادې ولسوالۍ پر مرکز بريد وکړ چې له مقاومت سره مخ شو.
نوموړي زياته کړه، چې هلته نښتې نن له غرمې مخکې پاى ته رسېدلې دي.
سرچينه زياتوي: “وسلوالو طالبانو قصد درلود، چې پساوند ولسوالۍ ونيسي خو خپلې هيلې ته ونه رسېدل.”
دى وايي، چې د تېرو درېيو ورځو په نښتو کې لس وسلوال طالبان او دوه د سيمې اوسېدونکي، چې د دولت پر ملاتړ له مخالفينو سره جنګېدل، وژل شوي دي.
هغه زياتوي، چې په دغو نښتو کې اته وسلوال طالبان، دوه پوليس او څلور د سيمې اوسېدونکي چې د وسلوالو مخالفينو پر ضد جنګېدل، ټپيان شوي هم دي.
د امنيه قوماندان د څرګندونو له مخې، اته وژل شوي طالبان د دې ولسوالۍ او دوه نور د هلمند ولايت اوسېدونکي وو، چې مړي يې امنيتي ځواکونو د سيمې خلکو ته سپارلي دي.
خو په ولسي جرګه کې د غور د خلکو استازى کرام الدين رضازاده وايي، په دې نښتو کې د يوه وسلوال طالب چې د هلمند اوسېدونکى و، له وژلو خبر شوى دى.
د ده د معلوماتو له مخې، د يادو نښتو په ترڅ کې د غفور په نوم د پوليسو يو قوماندان چې د سيمې له مخورو هم و، يو پوليس او د سيمې هغه درې اوسېدونکي چې د دولت پر ملاتړ د طالبانو پر وړاندې جنګېدل، وژل شوي دي.
هغه وويل، چې دا مهال د پساوند ولسوالۍ ټولې سيمې د وسلوالو مخالفينو په واک کې دي او يواځې د ولسوالۍ مرکز له دولتي ځواکونو سره دى.
وسلوالو طالبانو ويلي، چې په يادو نښتو کې د قوماندان غفور په ګډون د ملي اردو ٧ سرتېري وژل شوي او ١٣ نور تپيان دي.
سرچينه زياتوي، چې په دې نښتو کې درې وسلوال طالبان هم ټپيان شوي دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن