محمودراقي (پژواک ١٧ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د ځانمرګي او وسلوال بريد له امله شپږ سيمه ييز پوليس وژل شوي دي.
د کاپيسا ولايت د تګاب ولسوال عبدالحکيم اخوندزاده د غبرګولي په ١٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته شاوخوا څلور نيمې بجې د دغې ولسوالۍ د تاترخېلو په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوسته لومړى وسلوال او بيا ځانمرګى بريد وشو.
د هغه په وينا، په وسلوال بريد کې د پوستې يو پوليس، چې د پوستى په دروازه کې ولاړ و ووژل شو او وروسته ځانمرګى بريدګر پوستې ننوت، ځان ته يې چاودنه ورکړه، چې له امله يې پنځه نور سيمه ييز پوليس ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې په پوسته کې ټول سيمه ييز پوليس وژل شوي او دوى سيمې ته له ولسوالۍ څخه ملي پوليس لېږلي دي.
ولسوال وويل: ((دغه وسلوال طالبان د همدغه سيمې اوسېدونکي دي او پخوا په سيمه ييزو پوليسو کې و ، خو وروسته يې له نورو ملګرو سره د قوماندانۍ پر سر شخړه رامنځ ته شوه او له طالبانو سره يې لاس يو کړ.))
په سيمه کې د وسلوالو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان غورځنګ ساپي پژواک اژانس ته وويل، چې دوى پر پوسته ځانمرګى بريد نه دى کړى.
د هغه په وينا، ټول سيمه ييز پوليس د دوى د ملګرو په وسلوال بريد کې وژل شوي او دوى ته په دغه پېښه کې زيان نه دى اوښتى.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن