ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني خلک: د ملکي روغتون ځينې ډاکټران  ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته وربولي

د غزني خلک: د ملکي روغتون ځينې ډاکټران ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته وربولي

author avatar
8 Jun 2012 - 11:26
د غزني خلک: د ملکي روغتون ځينې ډاکټران  ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته وربولي
author avatar
8 Jun 2012 - 11:26

غزني ښار (پژواک ۱۸ غبرګولى ۹۱): د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د دغه ولايت د ملکي روغتون يو شمېر ډاکټران ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته ور بولي او په روغتون کې يې سمه درملنه نه کوي.

  د غزني ولايت دګېرو ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمدشاه پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا لس ورځې کېږي، چې ناروغ يې راوړى، خو تراسه يې سمه درملنه نه کېږي او ډاکټران يې شخصي کتنځايونو ته وربولي.

د هغه په وينا، په ولسوالۍ کې يې روغتيايي مرکزونه نشته او تر مرکز غزني پورې سړک هم خراب دى.

نوموړي زياته کړه، چې د ولايتي روغتون چارواکي دروغ وايي، چې په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه شته.

د ده په خبره، کله چې ناروغ ښار ته وړي، ډاکټران يې ناروغي نه تشخيصوي او د پيسو لپاره يې په شپو شپو ځنډوي او اړباسي يې چې شخصي روغتون ته يې ورشي.

محمدشاه وويل: ((لس ورځې مې ووتې يو ډاکټر نشته، چې زما په ناروغ راوګرځي او نه څوک شته چې پوښتنه مې وکړي، هر ډاکټر راته وايي، چې شخصي کتنځي ته يې ورشم.))

د اندړو ولسوالۍ يو اوسېدونکي محمدالله، چې پنځه شپږ ورځې وړاندې يې خپل وراره د غزني ملکي روغتون ته راوړى ، هم وايي، چې هېڅ ډاکټر يې سم معاينات نه کوي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل: ((زما وراره ډېرکوچنی دى، په نس کې يې دانه ده، اوس نه اپرېشن کوي او نه هم رخصت راکوي او راته وايي، چې د دوى شخصي کتنځي ته يې بوځم.))

د هغه په وينا، له دې سره سره يې دغه ناروغ څوځله په غزني کې شخصي روغتونونو ته وړى دى، خو هېڅ تشخيص يې نه دى شوى او هر ډاکټر ورته بېله بېله ناروغي په ګوته کوي.

محمدالله وايي: ((ډاکټر ته مې نن سهار وژړل، ورته ومې ويل چې ماشوم يا عمليات کړه او يايې مړ کړه، کنه عريضه درباندې کوم، خو ډاکټر يواځې راته خاندي.))

د غزني د ده يک ولسوالۍ يو اوسېدونکى عبدالله هم د دغه روغتون له ډاکترانوڅخه سرټکوي او وايي، چې دوى د دې پر ځاى چې د خلکو خدمت وکړي، سوداګري يې پيل کړې ده.

د ده په خبره، هر ډاکټر په بازار کې شخصي کتنځيونه لري، ټوله ورځ هلته خپل ځان ته له روغتون څخه ناروغان ور بولي او ډېر لږ روغتون ته ځي.

بل پلو د غزني د ولايتي شورا غړي هم د غزني ملکي روغتون له کړنو څخه ناخوښه دي او وايي،  چې په دغه روغتون کې زياتې ستونزې شته.

د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د ملکي روغتون ډاکټران د غزني له خلکو سره جفا کوي او هېڅ وړتيا نه لري.

د هغه په وينا، ډاکټران يواځې د يو څو پيسو لپاره د ډېرو خلکو ژوند تباه کوي.

نوموړي زياته کړه: ((ډاکټر په وخت نه راځي، بېړنى ناروغ ټوله ورځ ورته پروت وي، څوک نه وي چې ويې ګوري.))

د ده په خبره، ټول ډاکټران شخصي کتنځايونه لري او هڅه کوي، چې د روغتون ناروغان خپلو کتنځايونو ته ور وبولي.

د جامع په وينا، په غزني کې اوس مهال هر ډاکتر ډېرې پيسې پيدا کړې دي او يواځينى لامل يې دا دى، چې د روغتون پر ځاى رسمي وخت هم په خپلو کتنځايونو کې تېروي.

خو د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت بيا د خلکو دغه شکايتونه ردوي او وايي، چې ډاکتران يې په خپل وخت روغتون ته ورځي، په وخت ناروغان ګوري او هېڅکله د روغتون ناروغان خپلو شخصي کتنځايونو ته نه وربولي.

د هغه په وينا، يو شمېر ناروغان بايد ترهغه له دوى سره بستر وي، څو يې ناروغي په پوره ډول څرګنده شي او وروسته يې بيا درملنه وشي.

نوموړي زياته کړه، چې په ډېرو ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه لري، خو په کومو ولسواليو کې يې چې نه لري، هلته امنيتي ستونزي دي او د دوى کارکوونکي هلته کار نه شي کولاى.

د همت په خبره، کومې ستونزې چې شته، ‌دوی کوښښ کوي، چې هوارې يې کړي او وکولاى شي د خلکو ښه درملنه وکړي.

د يادونې ده، دا لومړی ځل نه دى، چې د غزني خلک له خپل ملکي روغتون څخه سر ټکوي، پخوا يې هم ورته شکايتونه کړي، خو تراوسه د دوى ستونزو ته د هواري په موخه څه نه دي شوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.