ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناټو د لوګر پر عام وژنې بښنه وغوښته

ناټو د لوګر پر عام وژنې بښنه وغوښته

author avatar
9 Jun 2012 - 09:08
ناټو د لوګر پر عام وژنې بښنه وغوښته
author avatar
9 Jun 2012 - 09:08

کابل (پژواک ٢٠ غبرګولى ٩١): په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال الن په لوګر ولايت کې د خپلو ځواکونو له خوا د عامو وګړو پر وژنې بښنه وغوښته.

ناټو ځواکونو د تېرې اونۍ په چهارشنبې (د غبرګولي ١٧مه) د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د سجاونډ په سيمه کې پر يوه کور هوايي بريد وکړ، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ١٨عام وګړي ووژل شول.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دوى د برکي برکي د پېښې په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې دي.

د سرچينې په وينا، څېړنو وښوده، چې په يادو عملياتو کې د وسلوالو طالبانو د يوه قوماندان او څو ملګرو ترڅنګ عام افغانان هم وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ناټو عمومي قوماندان جنرال الن پرون لوګر ولايت ته سفر وکړ او د دې پېښې له قربانيانو سره يې وکتل.

جنرال الن زياته کړه: ((زه دلته نه يواځې د ايساف د يوه قوماندان په توګه د يوه پلار په توګه راغلى يم، زه هم اولادونه لرم او پر دې پېښې له تاسو څخه بښنه غواړم.))

د ناټو قوماندان ويلي، چې دغه ولايت ته يې ته د سفر موخه دا وه، چې د ولايت له والي، وکيلانو، ولايتي شورا، قومي مشرانو او د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمرازي شريکه کړي.

ايساف ويلي، چې دوى به د برکي برکي د پېښې په اړه خپلو څېړنو ته نوره هم ادامه ورکوي او هڅه به وکړي چې په راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه شي.

د يادونې ده، دا لومړى ځل نه دى چې ايساف د عامو وګړو پر وژلو بښنه غواړي او د پېښو د بيا نه تکرارېدو ژمنې کوي.

له دې مخکې هم څو څو وارې دوى په بېلابېلو سيمو کې لسګونه عام افغانان وژلي، بښنې يې غوښتي، خو بيا هم دا ډول پېښې تکراريږي.

تېره مياشت ايساف ځواکونو په بادغيس او هلمند ولايتونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ عام وګړي وژلي وو، چې بيايې پرې بښنه وغوښته.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.