ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ايساف په  هوايي بريد کې اته وسلوال ووژل شول

د ايساف په هوايي بريد کې اته وسلوال ووژل شول

author avatar
10 Jun 2012 - 09:59
د ايساف په  هوايي بريد کې اته وسلوال ووژل شول
author avatar
10 Jun 2012 - 09:59

جلال اباد (پژواک ٢١ غبرګولى ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي، چې تېره شپه د دغه ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوه هوايي بريد له امله اته وسلوال وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه دوه بجې د دغې ولسوالۍ په چاردهي سيمه کې وسلوالو مخالفينو د افغان او ايساف ځواکونو پر ګډې ګزمې بريد وکړ.

د هغه په وينا، وسلوال مخالفين چې پر موټرسايکلونو سپاره وو، د ايساف ځواکونو تر هوايي بريد لاندې راغلل او اته تنه يې ووژل شول.

د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال محب الله پژواک ته وويل، چې هوايي بريد له کلي بهر په يو بانډه کې ترسره شوى، امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

د چاردهي کلي يوه قومي مشر نورزاده پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو لومړى پر ګزمې ډزې کړې وې، چې وروسته الوتکه راغله او بمونه يې و غورځول.

دغه قومي مشر وويل، چې وژل شوي ټول وسلوال مخالفين دي.

د عامې روغتيا چارواکو پژواک ته وويل، چې سيمې ته يې د مړو لېږدولو په موخه امبولانسونه لېږلي دي.

وسلوالو طالبانو د دغه بريد په اړه څه نه دي ويلي، د دوى يو وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله درې بهرني سرتېري وژل شوي دي.

خو د دوى دغه ادعا چا نه ده تاييد کړې.

بټي کوت د جلال اباد-تورخم پر لويه لاره پرته نا امنه ولسوالۍ ده، چې ډېرى مهال ترې د نا امنيو خبرونه ورکول کېږي.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.