ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاکستان له خاورې د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر کليو بريدونه کېږي

د پاکستان له خاورې د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر کليو بريدونه کېږي

author avatar
12 Jun 2012 - 18:12
د پاکستان له خاورې د ځاځي ميدان ولسوالۍ پر کليو بريدونه کېږي
author avatar
12 Jun 2012 - 18:12

خوست ښار (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د خوست ولايت په ځاځي ميدان ولسوالۍ کې سلګونه کورنۍ د وسلوالو د بريدونو له امله له خپلو کورنو کډه کولو ته اړې شوې دي.

 د خوست د ځاځي ميدان ولسوال محمد اکبر ځدراڼ د غبرګولي په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې د دغې ولسوالۍ د څلورو كليو اوسېدونكي د وسلوالو تر ګواښ لاندې دي او اوس يې ٣٢٤ كورنۍ اړې شوې، چې له سرحدي سيمو د ولسوالۍ مركز ته راكډه شي.

 د هغه په وينا، وسلوال د پاکستان له پولې ها خوا را اوړي او په کليو باندې د درنو او سپکو وسلو بريدونه کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته يې ګڼ شمېر سرتېري لېږلي او اوس يې امنيتي حالت مخ په ښه كېدو دى.

 خو نوموړي د وسلوالو په اړه کره معلومات نه درلودل.

 د ځاځي ميدان ولسوالۍ د شاوويې سيمې اوسېدونکی اصيل ګل، چې د بريدونو له امله د ولسوالۍ مرکز ته راکډه شوی پژواک اژانس ته وويل، چې د ډيورنډ پولې له هغې غاړې د دوی پر کليو د سپکو او درنو وسلوالو بريدونه کېږي.

 د ده په خبره، په دغو بريدونو کې د دوی يو کليوال وژل شوی؛ خو د سيمې د خلکو له خوا پر وسلوالو ډزې کېږي، چې ښايي هغوى ته به هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

 د خوست د ولايتي شورا مرستيال جان مير ځاځى چې له يوه پلاوي سره سيمې ته په سفر ورغلى و، هم مني چې د ځاځي ميدان په يو شمېر کليو باندې له څلورو ورځو راهيسې له پولې ها خوا د سپکو او درنو وسلو بريدونه کېږي.

 نوموړي له دولته وغوښتل، چې يادو سيمو ته بايد پاملرنه وكړي، كه نه په ورته ډول څو نور كلي هم د وسلوالو له ګواښ سره مخ دي.

 ځاځي ميدان د خوست په شمال ختيځ کې نږدې ٥٠ کيلومتره لرې پرته او سرحدي ولسوالۍ ده او تر اوسه په كې امنيتي حالت د ټول خوست په كچه ښه دی، خو دا لومړى ځل دى، چې سلګونه کورنۍ يې د نا امنيو پېښو له امله بې ځايه کېږي.

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.