غزني ښار (پژواک ۲۴ غبرګولى ۹۱): په غزني کې د ۲۰۱۳ زېږديز کال لپاره د اسلامي ثقافت مرکز د جوړېدو چارې پيل شوې.
پر دې پروژه، چې نږدې ۶۰ نورې پروژې هم په کې شاملې دي، ۲۵ ميليونه ډالره لګښت راځي، چې دغه پيسې د ولسمشر، د ښاري پراختيا وزارت او خپله د غزني د ولايت له بوديجې ورکول کېږي.
غزني په ۲۰۰۷ زېږديز کال کې د ليبيا هېواد په پلازمېنه طرابلس ښار کې د اسلامي نړۍ د پلازمېنې په توګه نومول شوى و، چې د چارواکو په خبره، تر اوسه غزني ته د ۲۰۱۳ کال لپاره د مرکزي دولت او نورو هېوادونو له لوري هېڅ پاملرنه نه ده شوې.
د غزني والي محمدموسى خان اکبرزاده د دغې لويې پروژې د پرانيستې پر مهال وويل، چې په تېرو څو کلونو کې کليدي وزارتونو له غزني سره جفا وکړه او هغه ژمنې چې يې کړې وې، نه کړې عملي.
د هغه په وينا، د ماليې وزارت هم پر خپل وخت سره بوديجه ورته انتقال نه کړه، چې دوى ورباندې له وړاندې څخه کار پيل کړى واى.
نوموړي زياته کړه، چې په دغو پروژو کې د اسلامي ثقافت مرکز، جامع جومات، جمنازيوم، سټډيوم او۵۰ نورې رهايشي پروژې شاملې دي.
د والي په خبره، يواځې د اسلامي ثقافت په مرکز به نږدې ۱۷ ميليونه ډالر ولګول شي.
اکبرزاده زياته کړه، چې د دغې پروژې د جوړېدو چارې به په راتلونکو ۱۶ مياشتو کې بشپړې شي.
د ده په خبره، د اسلامي ثقافت مرکز به د ٢٠١٣ زېږديز کال د اکتوبر په مياشت کې نمانځل کېږي، چې ١٦ مياشتې ورته پاتې دي او تر هغې به دا پروژه بشپړه شي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع بيا د دغې پروژې له قراردادي څخه په کلکه غوښتنه وکړه، چې په کار کې دې کومه ناغېړي نه کوي.
نوموړي وويل: ((هر هغه چا چې په دغې برخه کې له غزني ولايت سره جفا وکړه، د ولايتي شورا له سخت غبرګون سره به مخ شي.))
د هغه په وينا، مخکې چې په غزني کې کوم کارونه شوي، دوى ته د منلو وړ نه دي او په ډېر لږ وخت کې ويجاړ شوي دي.
۲۰۱۳ کال ته څو مياشتې پاتې دي او د غزني خلک باور لري، چې تر ټاکلي نېټې به غزني ولايت دې ته چمتو نه شي، چې د ۲۰۱۳ کال مراسم دې دلته ونمانځل شي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي نجيب الله پژواک اژانس ته وويل: ((که څه هم نن د دغې لويې پروژې د کار چارې پيل شوې، خو باوري نه يم چې دومره ژر دې دوى دغه پروژه سرته ورسوي.))
نوموړي زياته کړه، چې تېر شپږ کاله د غزني خلکو پر ژمنو تېر کړل، يواځې د کاغذ پر مخ خبرې وې او په عمل کې هېڅ ونه شول.
د ده په وينا، چې په تېرو شپږوکلونو کې څه ونه شول، نو اوس هم څه نه شي کېدلاى.
پر دغې پروژه باندې په داسې حال کې کار پيليږي، چې څو ورځې وړاندې د غزني والي په يو مطبوعاتي کنفرانس کې ويلي و، چې د ماليي وزارت له خوا پر خپل وخت پيسې ورته انتقال نه شوې او د ښاري پراختيا وزارت ورته نقشه نه ده سپارلې، نو د دغې پروژې د کار چارې به پيل نه کړي.
د يادونې ده، کوم ځاى چې د اسلامي ثقافت مرکز جوړېږي، اوس مهال هلته د ۲۰۳ تندر قول اردو درېيمه لوا پرته ده او د چارواکو په وينا، څو ځلې يې له دفاع وزارت څخه غوښتي، چې دغه ځاى خالي کړي، خو تر اوسه يې غوږ نه دى پرې ګرولى.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن