ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې سرحدي پوليس ووژل شول

درې سرحدي پوليس ووژل شول

author avatar
15 Jun 2012 - 11:32
درې سرحدي پوليس ووژل شول
author avatar
15 Jun 2012 - 11:32

جلال اباد (پژواک ٢٦ غبرګولى ٩١): په ننګرهار کې امنيتي مسوولين وايي، چې د يوې چاودنې له امله درې سرحدي پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

د دغه ولايت د لومړي زون سرحدي پوليسو د مطبوعاتي دفتر مسوول محمدادريس مومند پژواک ته وويل، چې پرون مازيګر ناوخته د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد په سيمه کې د سرحدي پوليسو يو رينجر موټر هغه مهال د سړک غاړه پر ماين ور برابر شو، چې له بايمټريک معايناتو وروسته خوګياڼو ولسوالۍ ته روان و .

مومند وويل، چې په دې پېښه کې د سرحدي پوليسو رينجر موټر په بشپړه توګه له منځه تللى او په کې سپاره درې پوليس وژل شوي او يو بل ټپي دى.

وسلوالو طالبانو لا تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.

دغه راز د ننګرهار امنيتي مسوولين وايي، چې د خوګياڼو په ولسوالۍ کې د يو پخواني جهادي قوماندان محمدعمر دوو ساتونکو په خپل منځ کې ډزې کړې، چې دواړه وژل شوي دي.

د يادونې ده، درې ورځې وړاندې هم د سره رود ولسوالۍ په فتح اباد سيمه کې د ملي اردو پر رينجر موټر چاودنه شوې وه، خو مرګ ژوبله يې نه لرله.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.