ګردېز ښار (پژواک ٢٨ غبرګولى ٩١): ايساف وايي، چې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې يې د تخنيکي ستونزو له امله بې پيلوټه الوتکه غورځېدلې ده.
په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا د غبرګولي په ٢٨مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د دوى يوه بې پېلوټه الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.
د سرچينې په وينا، په دې پېښه کې وسلوال طالبان لاس نه لري او د لوېدلې الوتکې ټوټې هم د دوى ځواکونو په سيمه کې خپل مرکز ته وړې دي.
د پکتيا د والي وياند روح الله سمون هم وايي، چې تېره شپه د ايساف ځواکونو يوه کوچنۍ بې پېلوټه څارګره الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده.
نوموړي هم په دې پېښه کې د وسلوالو طالبانو لاس لرل رد کړل.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، چې تېره شپه د دوى ملګرو له ايساف ځواکونو سره مخامخ نښته کړې، چې پر مهال ياده بې پېلوټه الوتکه هم د دوى له خوا ويشتل شوې او غورځېدلې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن