غزني ښار (پژواک ۲۹ غبرګولى ۹۱): يو شمېر چارواکي وايي، چې په غزني کې ځينې تاريخي ابدې په بې کيفيته ډول رغول شوې او دوى ته د منلو وړ نه دي.
دغه خبرې نن (د غبرګولي ٢٩ مه) د غزني د والي مرستيال او د ولايتي شورا مرستيال د غزني د زاړه ښار د يوه تاريخي جامع جومات د بيارغونې د کار د پرانيستې پر مهال وکړې.
د تاريخ پوهانو په وينا، دغه جامع جومات د غزنويانو له دورې مخکې، چې شاوخوا زر کاله يې کېږي رغول شوى دى، چې اوس يې د بيارغونې کار د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري پيل شو او د مرستيال والي په وينا، پر دغه جومات به نږدي ۱۳ ميليونه افغانۍ لګښت راشي.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي وويل، چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري چې په غزني کې کومې تاريخي ابدې له سره رغول شوې، کارونه يې ډېر بې کيفيته ترسره شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((د دې پر ځاى چې پخې خښتې وکاروي، ټولې يې خامې کارولې دي، چې د ډېر لږ وخت په تېرېدو سره به بېرته وران شي.))
د ده په خبره، د تاريخي ابدو د بيارغونې قراردادونه چې يې له کومو شرکتونو سره کړي، هغوى په دې برخه کې مسلکي نه دي.
د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم په غزني کې د تاريخي ابدو پر بيارغونه باندې نيوکه وکړه او زياته يې کړه، د دې پر ځاى چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په غزني کې تاريخي ابدې ورغوي، د هغوى اصلي کيفيت هم له منځه وړي.
نوموړي زياته کړه: ((ټولې تاريخي ابدې يوه سړي ته په قرارداد ورکړل شوې دي، چې دا په خپله يو اداري فساد ښيي او يواځې د جېبونو ډکول دي.))
د هغه په وينا، که څه هم په دې برخه کې په ميليونونو پيسې لګول کېږي، خو کار يې هېڅ نه دى معلوم، که رغول شوې هم وي د يوې مياشتې په تېرېدو سره بېرته ويجاړيږي.
دى زياتوي: ((ډېرۍ تاريخي ابدې درې زره کلن تاريخ لري، که يې نه شي رغولاى نو د هغوى هغه پخوانى کيفيت خو دې له منځه نه وړي.))
د غزني د اطلاعاتو او کلتور رييس حميدالله سروري پژواک اژانس ته وويل، چې د تاريخي ابدو د بيارغونې په کارونو کې يو څه نيمګړتياوې شته، خو په دومره کچه نه دي.
د هغه په وينا، تر هغه قراردادي ته پيسې نه ورکوي، څو د کار کيفيت ونه ارزول شي او ښه وبلل شي.
نوموړي زياته کړه، کوم کارونه چې په ښه کيفيت سره نه دي ترسره شوي، د قرارداديانو له لوري به پرې دويم ځل کار پيلېږي او دا ځل به هڅه کوي، چې په پرله پسې ډول د کار څارنه وکړي.
بلخوا د غزني ښاريان هم په غزني کې د تاريخي ابدو له بيارغونې څخه خوښ نه دي او وايي، چې يواځې پيسې بې ځايه پرې لګوي.
د غزني ښار يوه اوسېدونکي بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، کوم زيارتونه چې اوس نوي رغول شوي، له دې څخه پخوا ښه ښکارېدل.
نوموړى وايي: ((يو خو دا چې کار يې بې کيفيته دى، بل دا چې نوي کار د تاريخي ابدو هغه پخوانى ښايست او ښکلا له منځه وړې ده.))
د ده په خبره، لامل يې هم د دغو تاريخي ځايونو د رغوونکو غير مسلکي والى دى.
د يادونې ده، کومې خښتې چې اوس د زاړه ښار د دغه تاريخي جامع جومات د رغولو لپاره راوړل شوې، ټولې خامې وې او د ولايت او ولايتي شورا د استازو له لوري ونه منل شوې او د پخو خښتو غوښتنه يې وکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن