ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اندړو په ولسي پاڅون کې لس وسلوال طالبانو ووژل شول

د اندړو په ولسي پاڅون کې لس وسلوال طالبانو ووژل شول

author avatar
19 Jun 2012 - 12:00
د اندړو په ولسي پاڅون کې لس وسلوال طالبانو ووژل شول
author avatar
19 Jun 2012 - 12:00

غزني ښار (پژواک ۳۰ غبرګولى ۹۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون په ترڅ کې د يوه قوماندان په ګډون لس وسلوال طالبان وژل شوي او دوه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه کې وژل شوي.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې له تېرو شاوخوا دوو مياشتو راهيسې د سيمې خلک د ښوونځيو او بازار د بندېدو له امله د وسلوالو طالبانو پر ضد راپاڅېدلي او وسلواله مبارزه يې پر وړاندې پيل کړې ده.

د غزني د والي وياند سباوون د غبرګولي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ناوخته د اندړو ولسوالۍ د پاينده محمد په سيمه کې د وسلوالو طالبانو او ولسي خلکو ترمنځ سخته نښته رامنځ ته شوه، چې له امله يې يو طالب قوماندان او نهه نور وسلوال طالبان ووژل شول.

د هغه په وينا، له وسلوالو طالبانو څخه په زياته اندازه سپکې او درنې وسلې هم د خلکو لاس ته ورغلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې نښته تېر ماښام شاوخوا شپږ بجې رامنځ ته شوه، چې له يو څه ځنډ وروسته د خلکو مرستې ته د ملي اردو ځواکونو هم ورغلل.

سباوون وايي: ((مخکې له دې چې ملي اردو سيمې ته ورسېږي، پنځه وسلوال طالبان وژل شوي وو، خو کله چې ملي اردو سيمې ته ور ورسېد، نښته نوره هم زياته شوه، چې په پايله کې يې پنځه نور وسله وال هم ووژل شول.))

د ده په خبره، ښايي په دې نښته کې ډېر شمېر وسلوال طالبان ټپي شوي وي، خو په اړه يې کره معلومات نه لرل.

وياند زياته کړه، چې په دې نښته کې ولسي خلکو او د ملي اردو سرتېرو ته زيان نه دى اوښتى.

د اندړو ولسوالۍ د پاينده محمد د سيمې يوه اوسېدونکي تاج محمد پژواک اژانس ته وويل، چې نښته تېر ماښام هغه مهال پيل رامنځ ته شوه، چې سيمې ته وسلوال طالبان ورغلل او غوښتل يې يو شمېر خلک ونيسي.

نوموړي زياته کړه: ((د سيمې خلک ټول په سنګرونو کې پراته دي، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې زموږ په سيمه کې زموږ خلک ونيسي او ويې وژني.))

د هغه په وينا، دغه نښته يو ځاى نه وه، څو ځايه نښتې روانې وې او د شپې تر ناوخته پورې يې دوام وکړ او سهار يې يواځې په سيمه کې دوه موټرسايکلونه او وسلې پاتې وې.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، چارواکي وايي، چې نن سهار دوه ماين خښوونکي د خپل ماين په چاودنه وژل شوي دي.

د غزني د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات پژواک اژانس ته وويل، دوو ماين خښوونکو، چې غوښتل يې د غزني ښار اړوند د اهنګرانو په سيمه کې پر لويه لاره ماينونه خښ کړي، خپل ماين پرې وچادېد.

د هغه په وينا، د پېښې له امله دواړه ماين خښوونکي وژل شوي او مړي يې په سيمه کې پراته دي.

نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي کسان تر اوسه نه دي پېژندل شوي.

د يادونې ده، چې درې ورځې مخکې هم په غزني کې د خپل ماين د چاودنې له امله يو ماين خښوونکى وژل شوى و او يو بل ټپي و.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.