ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د “شاه او عروس” بند جوړولو کار پيل شو

د “شاه او عروس” بند جوړولو کار پيل شو

author avatar
19 Jun 2012 - 17:13
د “شاه او عروس” بند جوړولو کار پيل شو
author avatar
19 Jun 2012 - 17:13

کابل (پژواک ٣٠ غبرګولى ٩١): د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې د “شاه و عروس” بند د جوړولو کار نن د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر هم په کې ګډون درلود، پيل شو.

 

د دغه بند د جوړولو تړون د ١٣٨٩ کال په غويي مياشت کې د اوبو او برېښنا وزارت او د (تابله پرهون) په نوم ايراني شرکت تر منځ لاسليک شو.

 

چارواکي وايي، چې دغه بند به د يو عشاريه دوه مېګاواټه برېښنا د توليد او شاوخوا ٢٨٠٠ هکتاره ځمکې د خړوبولو وړتيا ولري او له برېښنا څخه به يې د شکردرې خلک برخمن شي.

 

د اوبو او برېښنا وزير محمداسماعېل په نننيو مراسمو کې وويل، چې د دغه بند د جوړولو کار به په درې نيمو کلونو کې بشپړ شي.

 

د اوبو او برېښنا وزير وايي، چې په ټوليز ډول پر دې پروژې څه د پاسه ٤٨ ميليونه ډالر لګښت راځي چې د افغانستان د دولت له خوا ورکول کېږي.

 

د ده د معلوماتو له مخې، دغه بند به د ٧٧ متره لوړوالي په درلودلو سره د نهه عشاريه درې ميليون متر مکعب اوبو د زېرمې وړتيا ولري او له شاوخوا دَرو څخه راغلې اوبه به په کې زېرمه کېږي.

 

هغه وايي، له يادو اوبو به شاوخوا ٢٨٠٠ هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبه شي او همداراز به د کابل ښار لپاره ٥ ميليونه متر مکعب د څښاک اوبه هم برابرې کړي.

 

د سرچينې د څرګندونو له مخې، د افغانستان د حکومتونو له ډېرو هڅو سره سره بيا هم نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د اوبو د مهارولو په برخه کې پانګونه ونه کړه او حکومت اړ شو چې په خپله د داسې پروژو رغول پيل کړي.

 

د دغه بند کار کوونکو، د ولسمشر حامد کرزي په غږ سره (بسم الله الرحمن الرحيم. کار پيل کړئ له خيره) د بند د جوړلو چارې پيل کړې.

 

کرزي د کار د پيل په مراسمو کې د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې ولې نړيواله ټولنه د بندونو په جوړولو کې مرسته نه کوي، وويل: ((هغوى د افغانستان لپاره د اوږدمهاله پرمختګ پلانونه نه لري دا زموږ خپل کار دى چې ترسره يې کړو او مالي سرچينې ورته برابرې کړو.))

 

هغه زياته کړه: ((که موږ نړيوالې ټولنې ته تمه ولرو، هغوى چېرته چې ونه غواړي کار نه کوي او چېرته چې غواړي له موږ سره کار وکړي موږ ترې مننه کوو، خو په کوم ځاى کې چې کار نه کوي زموږ دنده ده چې د نړۍ د نورو ولسونو غوندې يې وکړو، ګيله به نه کوو.))

 

رحيم جان چې د دې ولسوالۍ د ناصرو د کلي مشر دى، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه بند جوړول د سيمې د اوسېدونکو تر ټولو لويه هيله وه.

 

رحيم جان وايي، چې د دغه بند په جوړېدو سره به له يوې خوا د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د برېښنا له نعمت څخه برخمن شي او له بلې خوا به په زرګونو جريبه ځمکه خړوبه کړي او د کرنيزو حاصلاتو په کچه کې به د پام وړ زياتوالى راشي.

 

دغه بند ځکه د شاه و عروس په نوم ياديږي چې شاه وعروس د يادې سيمې نوم دى.

 

 د اوبو او برېښنا وزارت د معلوماتو له مخې، په اوسني حالت کې د ټول هېواد لپاره ٥زره مېګاواټه برېښنا ته اړتيا ده او دا مهال په ټول هېواد کې له بهره د واردېدونکي برېښنا په ګډون يواځې ١٢٠٠ مېګاواټه برېښنا شته چې په ټوليز ډول ٣٦ سلنه هېوادوال ترې برخمن دي.

 

 ياد وزارت وايي، په هېواد کې يې د يو شمېر لويو او منځينو بندونو د جوړولو څېړنې او مطالعات پيل کړي دي.

Visits: 12

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.