پل علم (پژواک ٣١ غبرګولى ٩١): چارواکي وايي، چې د لوګر د مرکز اړوند د يو ماين د چاودنې له امله د يوې کورنۍ څلور ماشومان او دوه ښځې وژل شوې او څلور سړي يې ټپيان دي.
د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د غبرګولي په ٣١ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپيښين شاوخوا دوه بجې د پل علم اړوند د سري سنګ په سيمه کې د کوچيانو د يوې کورنۍ څلور ماشومان او دوه ښځې د سړک غاړې د ماين له امله وژل شوې او څلور سړي يې ټپيان دي.
د هغه په وينا، دغه پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه، چې د کوچيانو يوه کورنۍ د تراکتور په وسيله له يادې سيمې بل ځاى ته کوچېده.
نوموړي زياته کړه، چې دغه سيمه د لوګر له امنيې قوماندانۍ سره نږدې ده او وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو لپاره د سړک پر غاړه دغه ماين ځاى پر ځاى کړى و.
د لوګر د ملکي روغتون يو ډاکټر سيمع الله پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي، چې ټول سړي دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د دوو روغتيايي حالت خراب دى او ښايي کابل ته يې ولېږدوي.
د بشير په نوم د پېښې يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د کوچيانو پر يوه تراکتور د سړک د غاړې د ماين چاودنه وشوه او دوى د مرستې لپاره ورغلل.
د هغه په وينا، څلور ماشومان او دوه ښځې يې ولېدې، چې ځاى پر ځاى وژل شوي وو او څلور ټپيان چې سړي وو، د سيمې خلکو ملکي روغتون ته يووړل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا دغه پېښه غندي او وايي، چې دغه ماين د دوى ملګرو نه دى خښ کړى، ښايي له پخوا پاتې و او يا به هم بل چا ځاى پر ځاى کړى وي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن