ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کويټه کې چاودنې شپاړس تنه مړه او ټپيان کړل

author avatar
22 Jun 2012 - 09:09
author avatar
22 Jun 2012 - 09:09

کويټه  ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) :   د پاکستان د بلوچستان ايالت په مرکزي ښار کويټه کې په يوه جومات کې چاودنه شوې ،چې له امله يې تر اوسه پورې دوه تنه وژل شوي او څوارلس نور ټپيان دي.

چاودنه تېر ماښام د کويټې په غوث اباد سيمه کې د فاروقيه په نامه د تبليغي مرکز په جومات کې شوې ده.

د پېښې په ځاى کې د پوليسو يو تن افسر محمد رياض خبريلانو ته وويل، چې چاودنه په جومات کې د ننه شوې ده .

هغه زياته کړه ، چې په دې پېښه کې دوه تنه وژل شوي او شپاړس نور ژوبل دي.

د ده په خبره، پلټنې روانې دي ،خو تر اوسه دا لا نه ده معلومه ، چې چاودنه څنګه شوې ده .

په پېښه کې ټپي شوي کسان د کويټې ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د دغه روغتون يو تن نوکريوال ډاکټر صابر کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په ټپيانو کې د درېيو تنو روغتيايي حالت نازک دی.

تر اوسه پورې د پېښې مسووليت کومې ډلې نه دی منلی.

څلور ورځې مخکې هم په کويټه کې د پوهنتون د محصلينو په يو موټر چاودنه شوې وه ، چې پکې ٥٧ تنه مړه او ټپيان شوي وو .

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.