ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ډېر ژر به دامريکا او افغان حکومت ترمنځ د نظامي تړون په اړه خبرې پيل شي

ډېر ژر به دامريکا او افغان حکومت ترمنځ د نظامي تړون په اړه خبرې پيل شي

author avatar
22 Jun 2012 - 10:21
ډېر ژر به دامريکا او افغان حکومت ترمنځ د نظامي تړون په اړه خبرې پيل شي
author avatar
22 Jun 2012 - 10:21

واشنګټن ( پژواک ٢ چنګاښ ٩١ ) : امريکايي چارواکي وايي ،چې ډېر ژر به له افغانستان حکومت سره په دغه هېواد کې د ځانګړيو امريکايي ځواکونو دپاتې کېدو په اړه رسمي خبرې پيل کړي.

دغه څرګندونې د افغانستان، پاکستان او د منځنۍ اسيا هېوادونو لپاره د امريکا ددفاع وزارت مرستيال ډيويډ سيډني پرون د امريکا د کانګريس غړيو ته کړې دي.

هغه زياته کړه،چې له افغان حکومت سره به په پيلېدونکو خبرو اترو کې په دې اړه بحث کېږي،چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته څومره ځانګړي امريکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي ويلي : (( موږ دې ته  ژمن يو، چې تر ٢٠١٤ زېږديز کال پورې خپل سرتېري له افغانستان څخه اوباسو او په دغه هېواد کې د جنګي عملياتو رهبري افغانانو ته وسپارو، خو دې ته هم ژمن يو، چې له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې نظامي شتون ولرو.))

د ډيويډ سيډني په وينا،له افغانستان سره د ستراتيژيک سند لاسليک کولو پر مهال پر دې موافقه شوې وه، چې ديوه بل نظامي تړون په اړه به هم ډېر ژر خبرې پيل شي.

هغه زياته کړه : (( په دې خبرو اترو کې به موږ له ٢٠١٤ کال وروسته د پاتې کېدونکو ځانګړيو ځواکونو لپاره يو ميکانېزم جوړوو.))

په افغانستان کې دامريکا د ځانګړيو سرتېرو د شتون په اړه خبرې په داسې حال کې پيليږي، چې د ٢٠١٢ کال تر پايه د افغان ملي ځواکونو شمېره ٣٥٢ زرو ته ورسيږي، خو له ٢٠١٤ وروسته ددغو ځواکونو شمېره ١٢٢زره بېرته کميږي .

 تر ٢٠١٧ کال پورې به دافغان ملي ځواکونو شمېره ٢٣٠ زره پاتې شي، چې د نړيوال ټولنې لخوا به تر لسو کلونو پورې تمويل شي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.