ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په فارياب کې د يوه ديني عالم په ګډن شپږ تنه ووژل شول

په فارياب کې د يوه ديني عالم په ګډن شپږ تنه ووژل شول

author avatar
23 Jun 2012 - 13:46
په فارياب کې د يوه ديني عالم په ګډن شپږ تنه ووژل شول
author avatar
23 Jun 2012 - 13:46

ميمنه (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): د فارياب په المار ولسوالۍ کې د يوې کورنۍ پنځه غړي او يو ديني عالم د دوو جلا وسلوالو بريدونو په ترڅ کې ووژل شول.

د المار ولسوال محمدصالح صالح ادعا کوي، چې د يوې کورنۍ دغه پنځه غړي د وسلوالو طالبانو له خوا وژل شوي دي.

نوموړي نن (د چنګاښ درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسلوال طالبان تېره شپه د المار ولسوالۍ په دونګ کلا کلي کې د محمدسليم ميرآب کور ته ننوتي، دى، د هغه ٢٥ کلن زوى، مېرمن ، لور او ننګور يې پر ډزو وژلي دي.

صالح وايي، چې د محمدسليم زوى سيمه ييز پوليس دى او طالبانو څو ځلې محمدسليم ته ګواښ کړى و، چې خپل زوى د سيمه ييزو پوليسو له ليکو را وباسي.

د سرچينې په وينا، په هغې شپه چې طالبانو د محمدسليم پر کور بريد وکړ، زوى يې چې سيمه ييز پوليس دى، په کور کې نه و.

د المار ولسوال زياته کړه، چې دغه وژنې د طالبانو د يوه قوماندان ملا حبيب په لارښوونه شوې دي.

قوماندان حبيب خپلو کسانو ته ويلي، چې له دولت سره تړلي او همکار کسان ووژني.

صالح وويل، چې طالبانو په داسې حال کې په دې ډله ييزو وژنو لاس پورې کړى، چې درې اوونۍ مخکې د هغوى يو قوماندان ملا صدر په المار کې د ايساف ځواکونو په عملياتو کې ووژل شو او له هغه مخکې د هغوى بل قوماندان ملا عالم په ورته عملياتو کې ونيول شو.

خو د سيمې يو سپين ږيرى نورمحمد سعيدي وايي، چې طالبانو د محمدسليم او د هغه د کورنۍ د غړو سرونه غوڅ کړي دي.

هغه زياته کړه، د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، طالبانو وروسته له هغه چې دغه کسان يې پر ډزو ووژل، د غچ اخيستو لپاره يې د هغوى سرونه غوڅ کړل.

د يادونې ده چې درې اونۍ مخکې د يوه درملتون خاوند په رڼا ورځ له دې امله چې ورور يې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان و، د المار ولسوالۍ په بازار کې د وسلوالو کسانو له خوا ووژل شو او سيمه ييزو چارواکو يې پړه پر طالبانو اچولې وه.

په يوه بله پېښه کې يو ديني عالم مولوي فيض محمد هم په المار ولسوالۍ کې ووژل شو.

د المار ولسوال وايي، چې دغه ديني عالم تېر ماښام د يتيم قشلاق په سيمه کې د ناپېژانده وسلوالو په بريد کې ووژل شو.

هغه زياته کړه، چې د وژنې لامل او د بريد کوونکو هويت تر اوسه معلوم نه دى او پوليس په دې اړه پلټنې کوي.

د سيمې يوه سپين ږيري، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، وويل، چې په دغه بريد کې حاجي حمدالله، چې له مولوي فيض محمد سره يو ځاى وو، ټپي شوى دى.

هغه زياته کړه، چې مولوي فيض محمد د طالبانو پلوى و.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې دوو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.