ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جلال اباد کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوړوله

جلال اباد کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوړوله

author avatar
23 Jun 2012 - 17:50
جلال اباد کې چاودنې څلورو تنو ته مرګ ژوبله واوړوله
author avatar
23 Jun 2012 - 17:50

جلال اباد (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې په جلال اباد ښار کې د يوې چاودنې له امله دوه تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د ننګرهار د والي وياند احمدضيا عبدالزي د چنګاښ په ٣ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن ماسپښين شاوخوا درې بجې د جلال اباد ښار په درمسال کوڅه کې د موزيک سنټر په يو دوکان کې د چاودنې له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله واوښته.

نوموړي د دې پېښې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل، خو زياته يې کړه چې په اړه يې پلټنې روانې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر بازمحمد شېرزاد پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له يادې پېښې څلور ټپيان ور وړل شوي وو، چې دوو يې وروسته په عمليات خونه کې ساه ورکړه.

د هغه په وينا، وژل شوي او ټپيان ټول ملکي وګړي وو او د پاتې ټپيانو روغتيايي حالت هم د اندېښنې وړ دى.

په سيمه کې يوه عيني شاهد محمدمبين پژواک ته وويل، چې دى په خپل دوکان کې ناست و، چې په يو موزيک سنټر چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په خپلو سترګو يې وليدل، چې په چاودنې کې څلور تنه ټپيان شول او خلکو ملکي روغتون ته يووړل.

په سيمه کې اهل هنودو د درمسال مشر اقبال سېنګ وويل، چې په دې پېښه د دوى کسانو ته زيان نه دى اوښتى.

د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.