ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بره کي برک امنيه قوماندان له دوو ساتونکو سره ووژل شو

د بره کي برک امنيه قوماندان له دوو ساتونکو سره ووژل شو

author avatar
23 Jun 2012 - 11:51
د بره کي برک امنيه قوماندان له دوو ساتونکو سره ووژل شو
author avatar
23 Jun 2012 - 11:51

پل علم (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، د وسلوالو طالبانو د يو کمين په ترڅ کې د لوګر د بره کي برک امنيه قوماندان له دوو ساتونکو سره ووژل شو.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د چنګاښ په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېر مازيګر ناوخته د دغې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال حضرت د بره کي راجان په سيمه کې د يو کمين په ترڅ کې له دوو ساتونکو سره ووژل شو.

د هغه په وينا، د بره کي برک ولسوالۍ اړوند د بره کي راجان په سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو پر امنيتي پوسته بريد وکړ او له ولسوالۍ هم پوليس د مرستې لپاره ورغلل.

نوموړي زياته کړه، چې د مرستې په موخه په ورتلونکو پوليسو کې امنيه قوماندان هم شامل و، چې د نښتې سيمې ته له رسېدو مخکې د وسلوالو طالبانو له کمين سره مخ شول.

صادق وايي، چې په دې پېښه کې امنيه قوماندان حضرت محمد له دوو نورو پوليسو سره ووژل شو او يو پوليس ټپي دى، وسلوال طالبان هم وژل شوي، چې مړي يې په سيمه کې پاتې دي.

د ده په خبره، حضرت محمد له تېرو پنځو کلونو راهيسې په بره کي برک ولسوالۍ کې د امنيه قوماندان په توګه دنده ترسره کړي او پخوا هم د طالبانو له بريدونو او کمينونو سره مخ شوى و، خو هر ځل روغ ترې وتلى و.

د لوګر د والي وياند دين محمد دروېش هم دغه پېښه ومنله او زياته يې کړه  نښتې يو ساعت دوام درلود او د وسلوالو طالبانو لوري ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه  چې کره معلومات نه دردلودل.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد د دې پېښې مسووليت ومانه او زياته يې کړه، چې د بره کي برک ولسوالۍ د امنيه قوماندان په ګډون يې ګڼ شمېر پوليس وژلي دي.

د يادونې ده، چې د لوګر په بره کي برک ولسوالۍ کې شاوخوا دوه اونۍ مخکې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ١٨ ملکي وګړي وژل شوي وو او يو شمېر ټپيان وو.

 

 

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.