چغچران (پژواک ٣ چنګاښ ٩١): په غور کې د تېرې اونۍ د سېلابونو له امله ٣١ تنه مړه شوي، شاوخوا سل کورونه نړېدلي او د زرګونو جريبه ځمکې حاصلات هم له منځه تللي دي.
دا څرګندونې د غور ولايت د پېښو پر وړاندې د مبارزې مشر حميدالله دادفر نن (د چنګاښ درېيمه) پژواک خبري اژانس ته وکړې او ويې ويل، چې په مړو شوو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د سرچينې د څرګندونو له مخې، دغه سېلابونه تېره سې شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې د دغه ولايت په مرکز چغچران او تولک، شهرک، دولينه او دولت شاه ولسواليو کې راغلي دي.
دى وايي، چې سېلابونو د يادو ولسواليو ډېر سړکونه او کانالونه هم خراب کړي او موټر هم پر زيانمن شوو لارو له ستونزو سره تګ راتګ کولاى شي.
سرچينه زياتوي، چې د سېلابونو له امله اوښتي تلفات او زيانونه د څېړنې يوې کمېټې معلوم کړي، خو لا هم د دې کمېتې څېړنې روانې دي.
د هغه په وينا، هغه کورنۍ چې کورونه يې نړېدلي، په سيمه کې د نورو خلکو کورونو ته تللي او تر اوسه ورسره مرستې نه دي شوې.
ده وويل، چې د دغه ولايت د بېړنيو مرستو لپاره د تيارۍ کمېټه له سېلاب ځپلو سره د مرستو لپاره اړين توکي نه لري، خو له مرکز څخه يې په دې اړه د مرستې غوښتنه کړې ده.
د غور د ولايتي شورا مشر او د دغه ولايت د بېړنيو مرستو د کمېټې غړى مولوي رمضان قاسمي هم ياد تلفات او زيانونه تاييد کړل او ويې ويل، چې دغه کمېټه د مرستې لپاره اړين توکي په واک کې نه لري.
ده وويل، چې همدا اوس (له غرمې مخکې ٩ بجې) د مرستو د تياري په موخه د دې کېمټې ناسته روانه ده.
د دولتيار ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي ګل محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې سېلابونو د سيمې خلکو ته ډېر زيانونه اړولي او مرستو ته اړ دي.
دى وايي، چې پر لس جريبه ځمکه يې غنم او کچالو کرلي وو، چې ټول سېلابونو له منځه يووړل .
هغه زياته کړه، چې تېره ورځ په ياده سيمه کې د يو ماشوم مړى موندل شوى، خو معلومه نه ده چې دغه مړى سېلاب له کوم ځايه راوړى دى.
ګل محمد وويل: ((خلک د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره د ځمکو حاصلاتو ته په تمه وو، خو ټول سېلاب يووړل، د ډېرو کورونه هم ونړېدل، له دولت نه مو غوښتنه دا ده چې له سېلاب ځپلو سره مرستې وکړي.))
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن