ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امو حوزې د نفتو استخراج پيل شو

د امو حوزې د نفتو استخراج پيل شو

author avatar
24 Jun 2012 - 00:00
د امو حوزې د نفتو استخراج پيل شو
author avatar
24 Jun 2012 - 00:00

سرپل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): په لومړي ځل د امو نفتي حوزې د نفتواستخراج نن د دولتي جګپوړو چارواکو له خوا په سرپل ولايت کې پيل شو.

د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د نفتو ملي شرکت ترمنځ لاسليک شو.

د نفتي توکو د استخراج د پيل په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، د کانونو، عدليې، کورنيو چارو وزيرانو، د سرپل، بلخ، جوزجان او فارياب واليانو او د چين سفير ګډون درلود.

جواد عمر د کانونو وزرات وياند پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا د نفتي توکو لومړى سوداګريز استخراج دى، چې د سرپل په انګوټ او قشقري سيمو کې پيل شو.

نوموړي زياته کړه، چې اټکل کېږي د روان زېږديز کال تر پايه له دغو څاګانو څخه ١٥٠زره بوشکې نفت راوايستل شي، چې دا کچه په تدريجې ډول لوړېږي او په ٢٠١٣کال کې به ٣٠٠ زرو بوشکو ته ورسېږي او په راتلونکو کلنو کې به يې کچه نوره هم لوړه شي.

جواد عمر وايي، د چين له ملي شرکت سره چې کوم تړون لاسليک شوى د ٢٥کلونو لپاره دى او دولت به ټولټال د دې حوزې د نفتو له استخراج څخه شاوخوا ٧ ميليارده ډالره عايد ترلاسه کړي.

د کانونو وزارت وياند زياته کړه، چې د دې حوزې د استخراج د هر کال عوايد ٤٠٠ ميليونه ډالره وړاندوينه شوې او ياد تړون د تمديد وړ هم دى.

د نوموړي په وينا، د تړون د موادو له مخې، د چين ملي شرکت ژمن دى څو د نفتو د چاڼ يوه تصفيه خونه جوړه کړي، چې په کال کې د يو ميليون نفتي توکو د تصفيې وړتيا ولري.

هغه سروې، چې د پخواني شوروي په وخت کې ترسره شوې وه، د امو په نفتي حوزه کې يې ٨٧ ميليون بېرله تېل اټکل کړى و، خو د چين د نفتي شرکت د سروې له مخې، په دې حوزه کې ٢٥٠ ميليونه بېرله تېل وړاندوينه شوې ده، چې ښايي دا کچه نوره هم لوړه وي.

د نفتو د استخراج په مراسمو کې مارشال محمد فهيم وويل، چې دا د فارياب، جوزجان او سرپل ولايتونو د اوسېدونکو لپاره يوه اړتيا ده، چې په سيمه کې يې تېل استخراج کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې سره خلکو ته کاري بوختياوې پيدا کېږي او له ټولو مهمه موضوع چې د دولتي چارواکو او خلکو ستر مسؤوليت دى، د سولې فضا رامنځ ته کول دي.

په دغو مراسمو کې د ماليې وزير حضرت عمر زاخېلوال وويل: ((دا د دولت يوه لويه لاس ته راوړنه ده او د نورو هېوادونو د پانګه والو لپاره يو ستر پيغام دى.))

ده زياته کړه، چې د امو حوزې د نفتو را ايستل د هغو کسانو لپاره هم پيغام دى، چې غواړي امنيت ګډوډ کړي او بهرنۍ کمپنۍ له دې ګډوډيو سره سره بيا هم پانګونه کوي.

 په افغانستان کې د چين سفير زوفي هونگ Xu-Feihong وويل: ((نن د افغان ولس لپاره يوه مهمه ورځ ده؛ ځکه چې د نفتو استخراج د چينايي کمپنۍ له خوا په عملي ډول پيل شو.))

د هغه په وينا، افغانستان له نن څخه وروسته د نړۍ د استخراج کوونکو هېوادونو په ډله کې ودرېد او د چينايي کمپنۍ او افغانستان ترمنځ د تړون لاسليک؛ د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې نورې هم پياوړې کوي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.