ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو شکمن طالب په چادرۍ کې ونيول شو

يو شکمن طالب په چادرۍ کې ونيول شو

author avatar
24 Jun 2012 - 11:30
يو شکمن طالب په چادرۍ کې ونيول شو
author avatar
24 Jun 2012 - 11:30

ميمنه (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): امنيتي ځواکونو په فارياب ولايت کې  د يو شکمن طالب په ګډون، چې چادري يې اغوستې وه، دوه طالبان او وسلوالو طالبانو د يوه پخواني جهادي قوماندان دوه کسان نيولي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي  مسوول سيد مسعود يعقوبي ادعا وکړه، چې دغه طالب مولوي واحد نومېږي او تېر مازيګر د قيصار ولسوالۍ  د چهلګزي په سيمه کې د عملياتو پر مهال په داسې حال کې په يوه کور کې ونيول شو، چې په چادرۍ کې د ښځو په منځ کې ناست وو.

هغه پژواک ته وويل، چې له دغه کس نه ١٦ چريکي بسترې، د تومانچې يو پوښ او يو شاجور او داسې اسناد، چې له خلکو يې عشر اخيست، ترلاسه شوي دي.

د قيصار ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل، چې مولوي واحد د يوه سيمه ييز پوليس له ټپي کولو وروسته په دغه کور کې پټ شوى و او غوښتل يې ځان د چادرۍ په اغوستو له امنيتي ځواکونو پټ کړي.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوى کس تازه له پاکستان څخه فارياب ته راغلى و، خو پر له ملي ژبو سمې خبرې نه شي کولى.

سرچينې زياته کړه، چې د هغه د هويت د معلومولو لپاره څېړنې روانې دي.

وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

په يوه بله پېښه کې، طالبانو د فارياب د پښتونکوټ ولسوالۍ د سرحوض په سيمه کې د يوه پخواني جهادي قوماندان قادر دوه کسان نيولي دي.

د پښتونکوټ ولسوال عبدالقدير پژواک ته وويل، چې تېره ورځ د طالب قوماندان مولوي عبدالرحمن وسلوالو کسانو پر يوه څړځاى بريد وکړ او د قوماندان قادر خوريى او يو ساتونکى يې ونيول او نامعلوم ځاى ته يې ولېږدول.

د سرچينې په وينا، قوماندان قادر دا مهال د سيمې مخور دى او کسان يې د سيمه ييزو پوليسو په چوکاټ کې فعاليت کوي. د نوموړي کسانو څلور مياشتې مخکې له نورو امنيتي ځواکونو سره له طالبانو څخه د سرحوض او ځينې نورو سيمو په پاکولو کې ونډه درلوده.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې طالبانو د پښتونکوټ ولسوالۍ په سرحوض سيمه کې دوه سرتېري نيولي، چې برخليک به يې له اسلامي شريعت سره سم وټاکل شي.

دى وايي، چې طالبانو ١٥ اسونه هم له ځانه سره بيولي دي.

خو د قوماندان قادر زوى او د ولسي جرګې په لومړي پړاو کې د فارياب د خلکو وکيل پژواک ته وويل، چې طالبانو د هغه د پلار دوه خدمتګاران، چې ١٣ او ١٥ کاله عمر لري او وسله يې هم نه درلوده، نيولي دي.

هغه زياته کړه، ټاکل شوې د پښتونکوټ هغه ساحې، چې طالبان په کې فعاليت لري، د سيمه ييزو پوليسو په ګډون د امنيتي ځواکونو له خوا د عملياتو په ترڅ کې له طالبانو پاکې شي.

له بلې خوا په هغې خبرپاڼه کې چې نن د ملي امنيت د لوى رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې، راغلي، چې د دغه رياست مؤظفينو د ملاقهار د طالبانو ډلې يو غړى نظرمحمد، چې غوښتل يې له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې ځاى پر ځاى او والوځوي، نيولى دى.

سرچينې زياته کړې، چې له چاودېدونکو توکو يو بل ډک موټرسايکل، چې د دولت وسلوالو مخالفينو غوښتل د هغو په کارولو سره د فارياب د المار ولسوالۍ په بازار کې چاودنه رامنځته کړي، پر خپل وخت کشف کړى دى.

د سرچينې په وينا، دغه موټرسايکل د ملا نقيب د ورانکارې ډلې له خوا د المار ولسوالۍ بازار ته لېږدول شوى و.

سرچينې په دې اړه د چا د نيول کېدو په اړه معلومات ورنه کړل او ويې ويل، چې دواړه پېښې تر څېړنې لاندې دي.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.