غزني ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې په غزني ښار کې د يوې چاودنې له امله يو زده کوونکى وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ٤مه پژواک اژانس ته وويل، چې شاوخوا ١٢ نيمې بجې د غزني ښار اړوند د علي بابا په سيمه کې د کابل اډې ته څېرمه د کابل-کندهار د سړک پر سر پر يو بايسکل د چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله يو زده کوونکى وژل شوى او دوه تنه ټپيان شوي دي.
د هغه په وينا، د چاودنې په سيمه کې يوه امنيتي پوسته هم شته، خو هغوى ته په کې زيان نه دى رسېدلى.
نوموړي زياته کړه، چې سيمه دا مهال د پوليسو له خوا کلابنده شوې او ټپيان پوليسو د غزني ملکي روغتون ته وړي دي.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې له دې پېښې روغتون ته تر دې مهال دوه ټپيان ور وړل شوي، چې دواړه ملکيان دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې يو د پاخه عمر سړى او بل زده کوونکى دى، چې دا مهال تر درملنې لاندې دي.
د پېښې يو عيني شاهد شفيع الله پژواک اژانس ته وويل، چې د کابل-کندهار د سړک پر سر چاودنه رامنځ ته شوه او هره خوا دوړې شوې.
د هغه په وينا، د پېښـې سيمې ته سمدلاسه پوليس راغلل او سيمه يې کلابند کړه، چې ده يې د مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه درلودل.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن