ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کبير رنجبر د لويې څارنوالۍ له خوا ونيول شو

کبير رنجبر د لويې څارنوالۍ له خوا ونيول شو

author avatar
24 Jun 2012 - 12:21
کبير رنجبر د لويې څارنوالۍ له خوا ونيول شو
author avatar
24 Jun 2012 - 12:21

کابل ښار (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): د ولسي جرګې پخوانى غړى عبدالکبير رنجبر د انسان تښتونې او جنسي تېري د يوې قضيې په تړاو د لويې څارنوالۍ له خوا ونيول شو.

د لويې څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري د چنګاښ په ٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې رنجبر يې پرون نيولى دى.

سرچينې د ولسي جرګې د دې پخواني غړي په اړه معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې نوموړى دا مهال په توقيف کې دى.

رنجبر، د حق او عدالت ګوند اوسنى غړى او د افغانستان د خلق ډيموکراتيک ګوند يو وتلى غړى هم و.

خو د حق او عدالت ګوند وايي، چې هغوى د عبدالکبير رنجبر په اړه د بې پرې او منصفانه قضاوت غوښتنه کوي.

هغه خبرپاڼه چې د دې ګوند له خوا پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده، کاږي: ((موږ د رسنيو له راپورونو خبر شو چې ښاغلى کبير رنجبر د لويې څارنوالۍ له خوا تورن پېژندل شوى او په توقيف کې دى، چې اوس په لويې څارنوالۍ کې تر تحقيق لاندې دى.))

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د حق او عدالت ګوند په دې اړه د قانون او عدالت په رڼا کې له عدلي او قضايي ارګانونو څخه له هر ډول سياسي او سليقوي چلند څخه پرته، د بې پرې او منصفانه قضاوت غوښتنه کوي.

د حق او عدالت ګوند، چې د کابينې مخکيني وزيران او د ولسي جرګې ځينې پخواني غړي په کې غړيتوب لري، د ١٣٩٠ کال د لړم په ١٢مه، د حکومت د مخالف ګوند په توګه خپل شتون اعلان کړ.

 

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.