ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: ترهګري د پاک-افغان لپاره ګډ ګواښ دى او پر ضد يې بايد ګډه مبارزه وکړو

کرزى: ترهګري د پاک-افغان لپاره ګډ ګواښ دى او پر ضد يې بايد ګډه مبارزه وکړو

author avatar
24 Jun 2012 - 09:19
کرزى: ترهګري د پاک-افغان لپاره ګډ ګواښ دى او پر ضد يې بايد ګډه مبارزه وکړو
author avatar
24 Jun 2012 - 09:19

کابل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزي د پاکستان نوي لومړي وزير ته د مبارکۍ په پيغام کې ويلي، چې ترهګري د دواړو هېوادونو لپاره ګډ ګواښ دى او پر وړاندې يې بايد په ګډه مبارزه وشي.

له ارګ څخه د چنګاښ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېـږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي پرون د پاکستان نوي صدراعظم راجه پروېز اشرف ته مبارکي لېږلې ده.

سرچينې زياته کړه، چې ولسمشر د هغه په ټاکل کېدو خوښي څرګنده کړې، د افغانستان د حکومت او ولس له خوا يې ورته د نېکو هيلو څرګندونه کړې ده.

ولسمشر په دغه پيغام کې ويلي، چې افغانستان او پاکستان ګډ مشترکات او ګډ برخليک لري، دواړه هېوادونه له ګډو ګواښونو سره مخ دي او کولى شي له ګډو فرصتونو څخه د خپلو ملتونو د نېکمرغۍ لپاره ګټه پورته کړي.

حامد کرزي زياته کړې: ((ترهګري او افراطيت زموږ لپاره ګډ ګواښ دى او پر ضد يې بايد په ګډه مبارزه وکړو.))

ولسمشر هيله څرګنده کړې، چې د راجه پروېز اشرف په ټاکل کېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترهګرۍ پر ضد روانه مبارزه چټکه او د دواړو هېوادونو ترمنځ همغږي او دوستانه اړيکې پياوړې شي.

Visits: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.