ترينکوټ (پژواک ٥ چنګاښ ٩١): په اروزګان ولايت کې د بېلابېلو امنيتي پېښو له امله شپږ پوليس او پنځه وسلوال طالبان وژل شوي دي.
دا پېښې تېره ورځ ناوخته او د شپې پر مهال د دغه ولايت په چورې او چارچينو ولسواليو کې رامنځته شوې دي.
د چورې ولسوال خليفه سادات د چنګاښ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې بېګا ماښام اووه بجې د دې ولسوالۍ د سراو په سيمه کې د پوليسو پر رينجر موټر چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې د پوليسو د يوې پوستې د قوماندان ولي محمد په ګډون شپږ پوليس وژل شوي او يو ټپي دى.
ولسوال وايي، چې د پوليسو پر يوه بل رينجر د موټرسايکل بم چاودنې له امله دوه پوليس ژوبل شوي دي.
نوموړي وويل، چې ټپي پوليس روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ ښودل شوى دى.
وسلوالو طالبانو د يادو چاودنو مسووليت پر غاړه اخيستى او د ګڼ شمېر پوليسو د وژلو ادعا يې کړې ده.
د يوه بل خبر له مخې تېره ورځ مازيګر د دغه ولايت په چارچينو ولسوالۍ کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل پژواک اژانس ته وويل، چې په دې پنځه ساعته نښته کې پنځه وسلوال وژل شوي او يو يې ژوبل دى.
د هغه په وينا، په نښته کې يو ملي پوليس هم ژوبل شوى دى.
وسلوالو طالبانو تر اوسه د دې نښتې په اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن