ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شپږ وسلوال طالبان او درې د امنيتي کمپنۍ ساتونکي ووژل شول

شپږ وسلوال طالبان او درې د امنيتي کمپنۍ ساتونکي ووژل شول

author avatar
26 Jun 2012 - 10:26
شپږ وسلوال طالبان او درې د امنيتي کمپنۍ ساتونکي ووژل شول
author avatar
26 Jun 2012 - 10:26

ميدان ښار (پژواک ٦ چنګاښ ٩١): د ميدان وردګو د مرکز په ګډون په سيداباد او نرخ ولسواليو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال شپږ وسلوال طالبان، درې د خصوصي امنيتي کمپنيو ساتونکي وژل شوي او درې وسلوال ژوندي نيول شوي دي.

د ميدان وردګو د سيداباد ولسوال ډاکټر فضل کريم مسلم د چنګاښ په ٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې بېګا شپه شاوخوا ٢ بجې څلورو ماين خښوونکو غوښتل، چې د کابل-کندهار پر لويه لاره د سالارو په سيمه کې ماينونه خښ کړي، چې د ايساف د هوايي ځواک له خوا په نښه شول او په پايله کې يې دوه تنه ووژل شول او دوه نور يې ژوندي ونيول.

د هغه په وينا، د وژل شوو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي او له نيول شوو يو شمېر لاسي بمونه، ۲۵ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او د ماين اېښودنې وسايل هم ترلاسه شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې اوس مهال نيول شوي ماين خښوونکي له افغان ځواکونو سره دي او پوښتنې ترې روانې دي.

د ده په خبره، په وژل شوو کې د وسلوالو سرګروپ ضياءالرحمن هم شامل دى، چې په سيمه کې د وسلوالو طالبانو د قوماندان اميرګل مرستيال هم و.

د سيداباد ولسوال دغه راز وويل، چې پرون مازيګر د دغې ولسوالۍ د اوتړې په سيمه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ او وسلوالو ترمنځ نښته وشوه، چې له امله يې درې وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د وژل شوو مړي په سيمه کې پاتې دي او له دوى څخه هم يو شمېر لاسي بمونه، د کلاشينکوف شاجورنه او پرتلې هم ترلاسه شوې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې پېښه کې درې اکمالاتي موټر هم سوځېدلي او امنيتي کسانو ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ د غلو غونډۍ او د ميدان ښار د ملاخېلو په سيمو کې هم د ملي اردو او خصوصي امنيتي کمپنۍ کسانو له وسلوالو طالبانو سره تېر مازيګر نښتې کړې دي.

د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د يادو نښتو له امله يو وسلوال طالب په ملاخېلو کې وژل شوى او بل په نرخ ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال ژوندى نيول شوى دى.

د ده په وينا، په نرخ ولسوالۍ کې دغه راز په ياده پېښه کې د خصوصي امنيتي کمپنۍ درې ساتونکي هم وژل شوي او يو ټپي دى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.