ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه سړي خپله مېرمن ووژله

يوه سړي خپله مېرمن ووژله

author avatar
26 Jun 2012 - 11:21
يوه سړي خپله مېرمن ووژله
author avatar
26 Jun 2012 - 11:21

غزني ښار (پژواک ۶ چنګاښ ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په ښارکې يوه سړي خپله مېرمن وژلې ده.

د غزني ولايت د ښځو چارو رييسې شکريې ولي د چنګاښ په ۶مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د غزني ښاراړوند د نواباد په سيمه کې يوه ٢٠ کلنه مېرمن کبرا د کورني تاوتريخوالي له امله د خپل خاوند له خوا تېره شپه ۱۲ بجي د خوب په حالت کې ووژل شوه.

 نوموړي وويل، ياده ښځه د ګاز ډبې په وسيله د سر په برخه کې وهل شوې او وروسته يې بيا پر چاقو هم وهلې وه.

 ولي د ور رسېدلو معلوماتو له مخې وايي، د ياد خاوند او ښځې ترمنځ له پخوا کومه ستونزه نه وه، خو دا چې د کبرا د خاوند د کور اقتصادي حالت ډېر خراب و، ښايي لامل يې هم همدا وي.

د ښځو چارو رييسې زياته کړه، چې کبرا يو ماشوم لري او اوس هم حامله وه او خاوند يې د يو قتل پر ځاى دوه قتلونه کړي دي.

د دې په وينا، د کبرا خاوند علي رضا د پوليسو له لوري نيول شوى او اوس مهال تر پوښتنو لاندې دى، څو روښانه شي چې ولې يې خپله مېرمن ووژله.

د وژل شوې ښځې پلار عبدالرزاق پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لوريې نږدې پنځه کاله وړاندې د علي رضاپه نامه له يو هلک سره واده وکړ او په دې دومره وخت کې د دوى ترمنځ کومه ستونزه نه وه پيدا شوې.

 نوموړي وويل: ((لور مې د خاوند په کورکې ډېره خوشحاله وه، تر اوسه يې موږ ته هېڅ شکايت نه و کړي.))

نوموړى وايي، چې د خاوند يې اقتصادي حالت ډېرخراب و او څو ورځې وړاندې د دې د خاوند د ورور له لوري د علي رضا يو کور يې پر بل چا پلورلى و، ګومان کوم چې د دوى دواړو ترمنځ هم له دې کبله ستونزه پيداشوې وي، خو بيا هم موږ پرې خبر نه وو.

د کبرا پلار هم ومنله چې لور يې يو زوى لري او اوس هم حامله وه، عبدالرزاق وايي چې د لور خاونديې غريبکار سړى دى او خپله مزدوري يې کوله.

د غزني د ولايتي روغتون رييس ډاکتر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې کبرا ډېره وهل شوې وه.

نوموړي وويل، کبرا پر سر څو سخت ګوزارونه خوړلي وو او پر بدن يې د چاقو نښي هم له ورايه معلومېدې، خو همت په دې اړه څه ونه ويل چې په رښتيا سره دا مېرمن حامله وه که نه؟

د يادونې ده، سږ کال په غزني ولايت کې دا درېيمه مېرمن ده چې د خپل خاوند له لوري وژل کېږي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.