ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

رنجبر په خپله قضيه کې د ولسمشر مداخله وغوښته

کابل (پژواک١١چنګاښ٩١):  عبدالکبير رنجبر او مېرمن يې لويه څارنوالي له قانون څخه پر سرغړونې تورنه کړه، خو رنجبر له ولسمشر حامد کرزي وغوښتل چې د ده د تورنېدو مسئله وڅېړي.

حقوقپوه او د ولسي جرګې پخوانى غړى عبدالکبير رنجبر، تېره اونۍ د لويې څارنوالۍ له لوري ونيول شو او د څارنوالۍ مرستيال رحمت الله نظري رسنيو ته وويل، چې رنجبر د تښتونې او جنسي تېري د يوې قضيى  په تړاو نيول شوى دى.

خو رنجبر، چې له ٢٤ ساعته بند وروسته خوشې شو، وايي: “که بې ګناه وم، نو ولې ونيول شوم؛ که ګنهګار وم، ولې خوشې شوم.”

عبدالکبير رنجبر، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې د لويې څارنوالۍ له خوا پر ځان لګېدلي تورونه رد کړل او زياته يې کړه: ((نه يې څوک تښتولي او نه يې هم پر چا جنسي تېرى کړى دى.))

هغه وويل چې ياده ښځه يې مېرمن ده.

رنجبر وويل، لويې څارنوالۍ په دې کار سره د اساسي قانون له ٢٥مې مادې، چې د محکمې تر نهايي حکم پورې تورن بې ګناه بلل کېږي، سرغړونه کړې ده. 

نوموړي د لويې څارنوالۍ مرستيال ته په خطاب کې وويل: ((له اساسي قانون تخطي جرم دى، له اساسي قانون سرغړونه جنايت او آن ملي خيانت دى؛ ما چې وړاندې څه وويل، فرض کړئ چې دا ټول رښتيا وو، نو ته څه حق لرې، چې د محکمې له قطعي حکم وړاندې دا ډول غوغا جوړه کړې! اساسي قانون او ولسمشر ته ځواب ورکړه!!))

د ده په وينا، د قانون له مخې يواځې محکمه مجرم ته د تکميلي سزا ورکولو په توګه هغه د جرم د تشهير واک لري، خو دى وايي، چې دى تردې مهاله ان د څارنوالۍ له خوا په رسمي توګه په کوم جرم نه دى تورن شوى.

ده وويل، چې لويه څارنوالۍ د خپلې ادعا د ثبوت لپاره هېڅ کوم سند او دليل نه لري او د نيولو پرمهال يې هم چا ورته د ده د نيول کېدو لامل نه وو په ګوته کړى، چې د قانون له مخې بايد ورته ويل شوي واى.

رنجبر زياته کړه: ((دوى خو زه اعدام کړم او اعدام هم واقعي او محکمه هم صحرايي وه؛ هغه داسې چې په جنګ کې يو عسکر قومانده نه مني، دېوال ته يې دروي، څارنوال ورته جرم قرائت کوي، وروسته يې په مرميو ولي، هغه نه پرېږدي چې خبرې وکړي. دا زما له هغه څه سره هېڅ توپير نه لري چې له ما سره وشول.))

د رنجبر مېرمن سپوږمۍ هم له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د لويې څارنوالۍ څرګندونې د قانون خلاف وبللې او ويې ويل، چې ورته د کړي سپکاوي له امله بايد لويه څارنوالي له دې او د کابل د ده سبز له خلکو بښنه وغواړي.

خبريالان په ګډه د رنجبر د څرګندونو په اړه د لويې څارنوالۍ د مرستيال رحمت الله نظري دفتر ته لاړل؛ خو هغه په دې دليل چې وخت نه لري، خبريالانو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

نظري پژواک ته په ټېلېفوني اړيکه کې وويل، چې په دې اړه به سبا (د چنګاښ ١٢مه) معلومات وړاندې کړي.

رنجبر له ولسمشر حامد کرزي څخه چې د ده په وينا، د قانون له مخې د اساسي قانون له پلي کېدو څخه د مراقبت دنده لري، وغوښتل چې د ده د قضيې د څېړلو لپاره يو پلاوى وګوماري او پايلې يې رسنيو ته ورکړي.

په همدې خبري ناسته کې د افغانستان د ديموکراتو حقوقپوهانو اتحاديې هم، د يوې اعلاميې په خپرولو سره د عبدالکبير رنجبر په اړه د بې پرې او منصفانه قضاوت غوښتنه وکړه.

عبدالکبير رنجبر د حق او عدالت ګوند غړى او د افغانستان د ديموکراتو حقوقپوهانو د اتحاديې مشر هم دى.

رنجبر له خپلې مېرمنې سپوږمۍ سره د اشنا کېدو او له هغې سره د واده کولو ټول جريان په لنډه توګه د رسنيو پر وړاندې بيان کړ.

نوموړي وويل، سپوږمۍ چې له کوره تښتېدلې وه او په کابل کې يې ژوند کاوه، په لومړي ځل د ١٣٨٨ کال د مرغومي په ٢٧مه نېټه له ده څخه د يوه حقوقپوه په توګه مرسته وغوښته.

د رنجبر د معلوماتو له مخې، سپوږمۍ د ماهر لور او د کابل د تره خېلو اوسېدونکې ده؛ خو په لومړي سر کې ده ځان ډيوه او د لغمان اوسېدونکې معرفي کړې وه.

رنجبر وويل، چې  سپوږمۍ د ده په همکارۍ په کابل کې د ښځو په امن خونو کې ومنل شوه او وروسته په کابل کې د يوې ښځې ((اوږۍ امېل)) په کور کې اوسېده.

دى وايي، د سپوږمۍ له ډېر ټينګار وروسته، چې څو ځلې يې د ځان وژنې عملي هڅه هم وکړه، اړ شو چې له نوموړې سره واده وکړي. رنجبر خپل نکاح ليک هم د رسنيو په واک کې ورکړ.

خو سپوږمۍ له پژواک سره په خبرو کې د رنجبر دا خبره رد کړه او ويې ويل، چې نوموړي تر نکاح وړاندې په بې هوښه کولو سره پرې جنسي تېرى کړى و او له همدې امله اړ شوه، چې ورسره نکاح ته غاړه کېږدي.

سپوږمۍ زياته کړه: ((رنجبر زما مجرم دى، اول ورته جزا غواړم، بعدا په دې چې زما مېړه شوى، تمام هغه حقوق چې نورې ښځې يې لري او هره ښځه يې د اسلام په چوکاټ کې په مېړه لري، هغه حقوق مې ترې غواړم.))

خو رنجبر د جنسي تېري او بې هوښه کولو خبره په کلکه رد کړه.

رنجبر د يوې پوښتنې په ځواب کې، چې کله سپوږمۍ له ده سره پر واده کولو دومره ټينګار کاوه، چې ان د ځان وژنې هڅې يې کولې، ولې پوليسو ته خبر ورنه کړ؟ وويل، هغه مهال يې هم د دې لپاره چې موضوع رسنيو ته لار مومي او د ده شخصيت زيانمنوي، دا کار ونه کړ او نکاح ته يې غاړه کېښوده.

رنجبر وويل، سپوږمۍ يې تر هغې وروسته چې خپل اصلي نوم، د پلار نوم او دقيق ځاى يې په ګوته کړ، د تېر کال د لوى اختر په ورځ د پلار کور ته واستوله.

د ده په خبره، سپوږمۍ د دې لپاره د پلار په کور کې پاتې شوه، چې پلار يې له ده څخه د لور د نکاح په بدل کې د ٢٠٠زره امريکايي ډالرو او د بيا واده کولو غوښتنه کوله.

خو د سپوږمۍ پلار ماهر نن له پژواک سره په خبرو کې وويل، چې يواځې يې له رنجبر څخه له سپوږمۍ سره په اصلي نوم د نکاح کولو او د هغو کسانو لپاره، چې سپوږمۍ يې له کوره تښتېدو ته اړ ايستې وه، په محکمه کې د سزا غوښتنه لرله.

ماهر وايي چې رنجبر له يادو کسانو سره په جرم کې شريک وو او له همدې امله يې د ده غوښتنې نه دي منلي.  

٢٢ کلنه سپوږمۍ چې اوسمهال د کابل په تره خېلو کې د پلار په کور کې اوسېږي، پژواک ته وويل چې رنجبر يې مېړه دى، طلاق ترې نه غواړي او هېڅکله يې هم پرېښودونکې نه ده.

دا چې له دې ټولو سره سره بيا به هم رنجبر له سپوږمۍ سره ګډ ژوند ته دوام ورکړي او که نه؟ رنجبر په دې اړه خبريالانو ته د پوښتنو اجازه ورنه کړه او هغه يې شخصي او خپل تصميم وباله.

رنجبر په افغانستان کې ځان د ښځو د حقونو مدافع وباله او د افغانستان د بشري حقونو له ارګانونو او د مدني ټولنې له استازو يې غوښتنه وکړه، چې د اساسي قانون د نقض له امله له دولت څخه توضيحات وغواړي او له قانون څخه سرغړونه وغندي.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.