کابل (پژواک ١٢چنګاښ ٩١) : د ميدان وردګو د نرخ ولسوالۍ اړوند د بادام په سيمه کې دوه ماين خښونکي د خپلو چاودېدونکو توکو له امله ووژل شول .
د ميدان وردګو د والي وياند شاهدالله شاهد دچنګاښ په ٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ١١بجې دوو ماين خښوونکو غوښتل ، چې امنيتي ځواکونو ته د سړک د غاړې ماين خښ کړي ، چې خپل ماين پرې چاودېدلى او دواړه ځاى پرځاى ووژل شول .
ده زياته کړه ، پنځه نور وسلوال ، چې غوښتل يې ياد مړي له ځان سر ولېږدوي ، د پېښې په ځاى کې د ملي اردو د سرتېرو لخوا نيول شوي دي .
د شاهد په وينا ، چې له نيول شويو کسانو څخه دوه ميله کلاشينکوفونه هم ترلاسه شوي او له دغو کسانو څخه په ميدان ښار کې پوښتنې پيل شوې دي .
ده وويل ، چې وژل شوي ماين خښوونکي اوس هم د پېښې په ځاى کې پراته دي.
د نقيب په نامه د بادام يو تن اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ددوى په سيمه کې دوه تنه طالبان د خپل ماين د چاودنې له مله وژل شوي دي .
ده زياته کړه ، چې ددغو کسانو جسدونه د پېښې په ځاى کې دي او د سيمې خلک غواړي ، چې تر پېژندلو وروسته ياد کسان يې خپلوانو ته وسپاري .
د نوموړي په خبره ، چې ويل کيږي دغه کسان ماين داسې ټوټه ټوټه کړي ، چې سم نه پېژندل کيږي ، چې د کومې سيمې دي .
وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادونې ده ، چې پرون شپه هم په همدې سيمه کې ايساف ځواکونو د حقاني شبکې د يوه قوماندان پرضد د عملياتو په ترڅ کې د يوه تن د وژلو او دوه نورو د نيولو خبر ورکړى و .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن