ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

شبرغان او سرپل کې زده کوونکې مسمومې شوې

شبرغان او سرپل کې زده کوونکې مسمومې شوې

author avatar
2 Jul 2012 - 11:49
شبرغان او سرپل کې زده کوونکې مسمومې شوې
author avatar
2 Jul 2012 - 11:49

شبرغان (پژواک ١٢ چنګاښ ٩١): په شبرغان او سرپل ولايتونو کې د دوو ښوونځيو شاوخوا ٣٠٠ زده کوونکې مسمومې شوي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالعزيز غيرت پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د جوزجان په مرکز شبرغان کې د مصراباد په نوم د نجونو د ښوونځي شاوخوا ٢٦٠ زده کوونکې مسمومې شوې.

هغه وويل چې دغه نجونې نن له غرمې مخکې شاوخوا لس نيمې بجې مسمومې شوې او د شبرغان ولايتي روغتون، سل بستريز او د افغان-ترک روغتون ته لېږدول شوي دي.

د جوزجان د ولايتي روغتون مشر ډاکټر ميرويس اميني پژواک ته وويل، چې مسمومې شوې زده کوونکې تر درملنې لاندې دي او د ټولو صحي وضعيت د ډاډ وړ دى.

اميني زياته کړه، چې تر دې مهاله ډاکټران نه دي توانېدلي چې د دغو زده کوونکو د مسمومولو لپاره کارول شوي توکي وپېژني.

د مصرآباد د ښوونځي د اووم ټولګي زده کوونکې سجيې پژواک ته وويل، په ټولګي کې ناستې وو، چې د ښوونځي له لوېديځ لوري يو ډول بوى ښوونځي ته دننه شو.

هغه وايي، چې د ښوونځي لوېديځ لور ته ګڼ شمېر ونې ولاړې دي.

سجيه وايي، چې خپلې پزې او خولې ته يې لاس ونيو، خو نورې ټولګيوالې يې وليدې چې پر ځمکه ولوېدې.

د سيمې يوه اوسېدونکي شاه نظر چې نګور يې په دغه ښوونځي کې ښوونکې ده او دوې لورګانې يې زده کوونکې دي، د ولايتي روغتون مخې ته پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نګور او لوڼې يې مسمومې شوې دي.

د ده په وينا، د خلکو د ارامۍ او علم دښمنان غواړي په دغه کار سره د ښوونځي دروازې د زده کوونکو پر مخ وتړل شي.

د جوزجان د پوهنې رييس عبدالحى يشين د معلوماتو له مخې، شاوخوا ١٠٠٠ نجونې په دې لېسه کې پر زده کړو بوختې دي.

ده وويل، دا لومړى ځل دى چې په جوزجان کې د ښوونځي نجونې مسمومېږي.

هغه وايي، په پام کې لري چې په راتلونکي کې دا ډول پېښو د مخنيوي لپاره احتياطي او اړين ګامونه پورته کړي.

ده وويل، چې تر دې وروسته به ښوونځي ته تر ننوتو وړاندې زده کوونکي تلاشي کېږي او همداراز به له امنيتي ارګانونو وغواړي چې د ښوونځيو شاوخوا خپله څارنه ډېره کړي.

بلخوا د سرپل ولايت په ګوسفندي ولسوالۍ کې هم نن سهار شاوخوا ١١ بجې د الطيباى د نجونو د ښوونځي ٣٠ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

دګوسفندي ولسوالۍ امنيه قومندان سرڅارمن ستار ساعت وړاندې پژواک ته وويل چې مسمومې شوې زده کوونکې د ولسوالۍ کلينک ته لېږدول شوي دي  او صحي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

هغه وويل چې د سم پاشۍ په تور څوک نه دي نيول شوي خوپوليس هڅه کوي چې عاملين يې ونيسي.

تر دې وړاندې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د ښوونځيو زده کوونکي مسموم شوي خو له امله يې چا ته د سر زيان نه دى اوښتى.

د زده کوونکو مسمومول له شاوخوا دوو کلونو راهيسې پيل شوي خو په دې وروستيو کې يې زور موندلى دى.

د خپرو شوو راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا دوو مياشتو کې پرته له جوزجان څخه، په کابل، تخار، خوست، باميانو، بلخ او سر پل کې شاوخوا ١٥٠٠ زده کوونکي چې ډېرې يې نجونې دي، مسموم شوي دي.

تر اوسه د مسموم کېدو د پېښو په تړاو ١٦ تنه نيول شوي او د افغانستان د ملي امنيت رياست وايي، چې د افغان زده کوونکو مسمومول د پاکستان د استخباراتي ادارې کار دى او هغوى دغه کار د وسلوالو طالبان په مرسته ترسره کوي.

وسلوالو طالبانو په کلکه دا څرګندونې رد کړې او ويلي يې دي، چې دوى هېڅکله هم د ماشومانو د مسمومولو اقدام نه کوي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.