ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال ووژل شول

د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال ووژل شول

author avatar
3 Jul 2012 - 10:27
د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال ووژل شول
author avatar
3 Jul 2012 - 10:27

غزني ښار (پژواک ۱۳ چنګاښ ۹۱): چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د يو طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال وژل شوي او په ماين چاودنه کې د يوې کورنۍ درېيو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف سلطاني د چنګاښ په ۱۳مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې عمليات پيل شوي، چې تر دمګړۍ د دې ولسوالۍ د ګوډول په سيمه کې د حکيم په نوم د يوه طالب قوماندان په ګډون درې وسلوال وژل شوي دي.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال د دوى ځواکونو په زياته اندازه وسلې او مهمات او دوه عرادې موټرسايکلونه هم ترلاسه کړي دي.

نوموړي زياته کړه، چې دغه د اژدها نويد په نوم عمليات دي او د افغان او نړيوالو ځواکونو له لوري ترسره کېږي، چې اوس هم په سيمه کې روان دي.

دغه راز چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د يوې چاودنې له امله د يوې پېغلي په ګډون د يوې کورنۍ درېيو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د غزني د والي وياند سباوون پژواک اژانس ته وويل، چې پرون له غرمې وروسته د اندړو ولسوالۍ د ناني په سيمه کې د وسلوالو طالبانو له لوري د اېښودل شوي ماين د چاودنې له امله يوه پېغله نجلۍ ووژل شوه او دوه وروڼه يې ټپيان شول.

د هغه په وينا، دغه نجلۍ هغه مهال د ماين په چاودنه کې ووژل، چې نوموړې له خپلو کروندو څخه څارويو ته واښه راوړل.

نوموړي زياته کړه، چې ټپيان د خلکو له خوا د غزني ملکي روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.

د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد وايي، چې دوى ته پرون ناوخته له اندړو ولسوالۍ څخه دوه ټپيان چې عمرونه يې له ٢٠ کلونو څخه کم وو ور وړل شوي او روغتيايي حالت يې دا مهال ښه دى.

وسلوالو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.