ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يوه سړي خپله طلاقه شوې ښځه له دوو ماشومانو سره ووژله

يوه سړي خپله طلاقه شوې ښځه له دوو ماشومانو سره ووژله

author avatar
4 Jul 2012 - 12:39
يوه سړي خپله طلاقه شوې ښځه له دوو ماشومانو سره ووژله
author avatar
4 Jul 2012 - 12:39

غزني ښار (پژواک ۱۴ چنګاښ ۹۱): په غزني ښار کې يوه سخت زړي سړي خپله پخوانۍ مېرمن او دوه اولادونه وژلي او بيا تښتېدلى دى.

دا پېښه تېره شپه د غزني ښار اړوند د درېيم پلان په سيمه کې رامنځته شوې ده.

ځايي اوسېدونکي وايي، چې د دې سيمې يوه اوسېدونکي د خپلې مېرمنې، لور او يوه زوى سرونه غوڅ کړي دي.

د وژل شوې ښځې پلار سيد حسين شاه چې د غزني ښار په يوه شخصي روغتون کې دنده لري، د غزني په ملکي روغتون کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ده لور او لمسيان د ده د زوم له خوا وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې زوم يې لور ته طلاق ورکړى و، خو دى ترې نه و خبر.

نوموړى وايي: ((دوه ورځې مخکې مې لور راغله، راته يې پيسې راکړې چې د کور کرايه ورکړم او بيا يې وويل، چې په نورو پيسو د کور ورځني لګښتونه را واخلي.))

د حسين شاه په وينا، د ده لور او د هغې ماشومان د خپل خاونداو د هغه د ورور له لوري وژل شوي دي.

د غزني د ملکي روغتون مسوولين وايي، دوى ته نن سهار درې جسدونه چې يوه يې ښځه او دوه ماشومان دي، ور وړل شوي دي.

د روغتون مشر ډاکتر بازمحمد پژواک اژانس ته وويل، چې له دغې مېرمن او ماشومانو يې غاړې پرې شوې او د چاقو نښې نښانې هم په کې ليدل کېږي.

نوموړي وويل، چې وژل شوي ماشومان د اتو او لسو کلونو ترمنځ عمرونه لري او له خپلې مور سره دوه شپې مخکې وژل شوي وو.

د هغه په وينا، يوه دوه کلنه ماشومه ترې ژوندۍ پاتې ده.

د غزني امنيتي چارواکو په دې اړه خبريالانو ته د معلوماتو له ورکولو ډډه کوله او د دغه خبر د نه خپرولو سپارښتنه يې هم وکړه.

خو د غزني د ښځو چارو رييسې شکريې ولي پژواک اژانس ته ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل، چې له يادو درېيو تنو څخه سرونه غوڅ شوي دي.

هغې زياته کړه، د لومړنيو راپورونو له مخې ويل کېږي چې د يادې مېرمني خاوند خپله مېرمن او زامن وژلي دي، خو تر اوسه قضيه کره روښانه نه ده.

شکريه ولي وايي، چې په ياده کورنۍ کې له پخوا راهيسې کورني تاوتريخوالي شتون درلود او يادې ښځې يو کال وړاندې په ښاري محکمه کې له خپل خاوند څخه طلاق اخيستى و.

نوموړې ادعا وکړه، چې خاوند يې په نشه يي توکو روږدى و او خپله مېرمنه يې هر وخت وهله ډبوله او يو ځل د پوليسو له خوا نيول شوى هم و.

د يادونې ده چې له دې مخکې هم په غزني کې يو شمېر ښځې د خپلو خاوندانو له لوري وژل شوې دي.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.