ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې دوه الماني سرتېري ټپيان شول

په کندوز کې دوه الماني سرتېري ټپيان شول

author avatar
5 Jul 2012 - 17:18
په کندوز کې دوه الماني سرتېري ټپيان شول
author avatar
5 Jul 2012 - 17:18

کندوز ښار (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د ايساف په چوکاټ کې د المان دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د المان دفاع وزارت د چنګاښ په ١٥مه اعلان وکړ، چې دا سرتېري يې پرون د افغانستان په شمال کې د وسلوالو مخالفينو په يوه بريد کې ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړې، چې ټپي سرتېري روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

بلخوا په کندوز کې د المان ولايتي بيارغونې ډلې (PRT)  نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې يې يو سرتېرى ټپي شوى دى.

سرچينې زياته کړې، چې دغه سرتېرى تېره شپه د دولت د وسلوالو مخالفينو د بريد له امله ټپي شوى دى.

د چهاردرې امنيه قوماندان سمونمل غلام محى الدين هم وايي، چې وسلوال طالبان د دې ولسوالۍ په سرک بالا سيمه کې د ايساف پر پلې ګزمه بريد وکړ، چې د نښتې په ترڅ کې يو جرمني سرتېرى ټپي شوى او موټر يې هم زيانمن شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې ښايي چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتي وي، خو د دوى د شمېرې په اړه کره معلومات نه لري.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ادعا کوي، چې په دې نښته کې د ايساف دوه ټانکونه ويجاړ او اته  سرتېرې يې وژلي دي.

المان په افغانستان کې د ايساف په چوکاټ کې ٤٨٠٠ سرتېري لري، چې شاوخوا ١٢٠٠ تنه يې په کندوز کې مېشت دي او تر اوسه يې خپل ٥٣ سرتېري په بېلابېلو پېښو کې له لاسه ورکړي دي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.