ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فارياب په ولسي پاڅون کې دوه طالبان ووژل شول

د فارياب په ولسي پاڅون کې دوه طالبان ووژل شول

author avatar
7 Jul 2012 - 16:09
د فارياب په ولسي پاڅون کې دوه طالبان ووژل شول
author avatar
7 Jul 2012 - 16:09

ميمنه (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): سيمه ييز چارواکي ادعا کوي، چې د فارياب په المار ولسوالۍ کې خلکو د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون کړى او دوه تنه يې وژلي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسؤول سيد مسعود يعقوبي وايي، چې وسلوالو طالبانو تېر مازيګر غوښتل د المار ولسوالۍ په قرايي کلي کې پر امنيتي ځواکونو بريد وکړي، خو د سيمې خلک له موضوع خبر او د طالبانو پر وړاندې يې اقدام وکړ.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، خلک له لرګيو، لورونو او کلنګونو سره پر طالبانو چې په سيمه کې راغونډ شوي وو، بريد وکړ او په ترڅ کې يې د ملا ګلبدين او قاري غلام په نومونو دوه طالبان ووژل شول.

يعقوبي زياته کړه: “طالبانو خپل مړي يوړل او خپلې موخې ته ونه رسېدل.”

خو يوې بلې سرچينې دغه بريد د سيمه ييزو طالبانو له خوا وباله او د طالبانو د مړو شمېره يې درې تنه وښوده.

د قرايې کلي يوه سپين ږيري محمدامين بېګ پژواک ته وويل، چې د خيرالله او نقيب الله په نومونو د سيمه ييزو پوليسو دوو قوماندانانو له خپلو پلويانو سره په دغو طالبانو بريد کړى وو.

هغه زياته کړه، چې په دغه بريد کې د  ملاګلبدين او قاري غلام سربېره ملا محمدعلم هم وژل شوى دى.

سيمه ييزو چارواکو دوه اونۍ مخکې ادعا وکړه، چې خلک د وسلوالو طالبانو پر وړاندې، چې په همدې سيمه کې يې پر امنيتي پوسته بريد کړى و، پاڅېدل، چې په پايله کې يې دوه طالبان ووژل شول او يو راکټ، يو کلاشينکوف او يوه مخابره ترې پاتې شول.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه ندي ويلي.

د يادونې ده ، چې له دوو مياشتو راپدېخوا د غزني ولايت په اندړ ولسوالۍ کې خلکو د وسلوالو طالبانو پر وړاندې ولسي پاڅون کړى دى او کله ناکله يې تر منځ جګړې کېږي، چې په پايله کې يې تراوسه دواړو خواوو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو وسلوالو طالبانو د اندړ د ولسي پاڅون په اړه ويلي، چې هغوى په اصل کې دولتي اربکيان دي، چې د دولت او بهرنيو ځواکونو له خوا اکمال او وسله ورکول کېږي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.