کابل (پژواک ١٧ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزى له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره د افغانستان په اړه د توکيو په نړيوال کنفرانس کې د ګډون په موخه جاپان ته روان شو.
ټاکل شوې،چې د شاوخوا ٧٠ هېوادونو او نړيوالو سازمانونو د استازيو په ګډون د افغانستان په اړه نړيوال کنفرانس سبا د جاپان په پلازمېنه توکيو ښار کې پيل شي.
د حکومت د رسنيو د مرکز مشر حکيم عاشر د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ولسمشر له يوه لوړ پوړي دولتي پلاوي سره نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د کابل له نړيوال هوايي ډګر څخه د توکيو پر لور روانه شو .
دغه راز له ولسمشر حامد کرزي سره په دغه سفر کې د کابينې د يو شمېر غړيو په ګډون د ملي او زادو رسنيو يو شمېر ژورنالېستان هم ګډون کوي.
د ولسمشر دويندوي له دفتر څخه پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر به ددې کنفرانس په لړ کې د جاپان له امپراتور اکيهيتو، له صدراعظم يو شيکو نودا، د بهرنيو چارو وزير کوچيرو ګيمبا، د ملګرو ملتونو له عمومي منشي بان کي مون، د آلمان او فرانسې د بهرنيو چارو له وزيرانو سره په جلاجلا ډول وګوري او د علاقې وړ موضوعاتو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
سرچينې زياته کړې، چې همدا راز حامدکرزي ته به د دغه سفر په لړ کې د جاپان د نيپون د سپورتي علومو د پوهنتون لخوا افتخاري دوکتورا هم ورکړل شي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د توکيو په کنفرانس کې به د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کې مون او د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزيرې هېلرې کلنټن په ګډون يو شمېر نور لوړ پوړي بهرني چارواکي ګډون کوي.
د افغانستان ولسمشر سره په دغه سفرکې د بهرنيو چارو وزير ډاکتر زلمی رسول، د ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا، د ماليې وزيرحضرت عمر زاخېلوال، د سولې د عالي شورا رييس صلاح الدين رباني،د ولسمشرۍ د عالي مقام د دفتر رياست مرستياله حميرا لودين اعتمادي او د ولسمشر وياند اېمل فيضي ملګرتيا کوي.
د توکيو په کنفرانس کې د افغانستان د حکومتي پلاوي ترڅنګ د مدني ټولنو يو پلاوى هم ګډون کوي ،چې د غونډې ګډونوالو ته به خپل وړاندېزونه ورکړي.
د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال) تر پايه او له هغه وروسته د بدلون په لسيزه (٢٠١٥-٢٠٢٥) زېږديز کال پورې له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.
د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده ، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.
د دغه کنفرانس تنظيموونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتدارۍ ژمنې ورکول کېږي.
د افغانستان د ماليې وزير څو ورځې مخکې په کابل کې ويلي و، چې حکومت يې له توکيو کنفرانس څخه د کال پر سر څه باندې پنځه ميليارده ډالره غوښتنه کوي، خو د افغانستان بانک رييس نور الله دلاوري رسنيو ته ويلي و ، چې د کال پر سر شپـږو ميلياردو ډالرو ته اړتيا لري.
بلخوا جاپاني رسنيو تېره اونۍ د توکيو کنفرانس د يوه تنظيموونکي له خولې ليکلي و ، چې د توکيو کنفرانس ګډونوال به له افغانستان سره د درېيو کلونو لپاره د ١٥ ميلياردو ډالرو د مرستې اعلان کوي.
Visits: 19
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن