ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پاڅو کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته کې يوه ښځه ووژل شوه

د پاڅو کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته کې يوه ښځه ووژل شوه

author avatar
8 Jul 2012 - 12:28
د پاڅو کوونکو او طالبانو ترمنځ نښته کې يوه ښځه ووژل شوه
author avatar
8 Jul 2012 - 12:28

غزني ښار (پژواک ۱۸ چنګاښ ۹۱): د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو او ولسي پاڅون کوونکو په نښته کې يوه مېرمن ووژل شوه.

د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون قوماندان انجنيرلطف الله کامراني د چنګاښ په ١٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماسپښين د اندړو ولسوالۍ د نظروالو په سيمه کې د دوى او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې يوه مېرمن د وسلوالو طالبانو پر ډزو ووژل شوه.

د هغه په وينا، دوى پر وسلوالو طالبانو بريد وکړ او د وسلوالو په ځوابي ډزو کې ياده مېرمن، چې په لاره روانه وه، ووژل شوه.

نوموړي زياته کړه، چې دغې نښتې يو څه وخت دوام وکړ او وروسته وسلوال طالبان له سيمې وتښتېدل.

کامراني په دې نښته کې خپلو ملګرو ته د زيان نه اوښتو خبره کوي او وايي، چي وسلوالو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

خو بلخوا وسلوال طالبان ادعا کوي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې اربکيانو دوه مېرمنې وژلې دي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، دوه مېرمنې چې د اندړو له رستم کلا څخه د نظروالو سيمې ته روانې وې، د اربکيانوله لوري وژل شوې دي.

خو د ولسي پاڅون قوماندان بيا د وسلوالو طالبانو دغه ادعا ردوي.

پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د اندړو د دولتي چارواکو نظر هم واخلي، خو ونه توانېد.

Views: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.