ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غبرګو چاودنو په ارغستان کې ۱۴ عام وګړي ووژل

غبرګو چاودنو په ارغستان کې ۱۴ عام وګړي ووژل

author avatar
8 Jul 2012 - 13:12
غبرګو چاودنو په ارغستان کې ۱۴ عام وګړي ووژل
author avatar
8 Jul 2012 - 13:12

کندهار (پژواک ۱۸ چنګاښ ۹۱): د کندهار په ارغستان ولسوالۍ کې د ماين د دوو چاودنو له امله ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ۱۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ماين چاودنې ګډې پولې ته څېرمه د يادې ولسوالۍ په شنه نري سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه مازدا موټر او تراکتور شوې دي.

هغه زياته کړه، لومړۍ چاودنه سهار شاوخوا نهه بجې د ملکي خلکو پر مازدا موټر هغه مهال وشوه، چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ٢٠ تنه په کې سپاره وو او د کلي پر لور روان وو.

د نوموړي په وينا، دويمه چاودنه پر هغه تراکتور وشوه، چې د لومړۍ پېښې قربانيان يې لېږدول.

دى وايي، په دواړو چاودنو کې ١٤ ملکي وګړي وژل شوي او ٩ نور ټپيان دي.

هغه وويل، چې د دغو پېښو په قربانيان کې پنځه ښځې او پاتې نور نارينه دي.

فيصل وويل، د پېښې ټپيان د سپين بولدک ولسوالۍ ملکي روغتون ته وړل شوي دي، خو د ځينو يې روغتيايي ځالت د اندېښنې وړ دى.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه د پېښې د څېړنې او له زيانمنو سره د مرستې په موخه سيمې ته لېږل شوي دي.

د ولايت د مقام مطبوعاتي دفتر د پېښې پړه پر وسلوالو طالبانو اچوي او وايي، وسلوال مخالفين پر لويو او عام المنفعه لارو ماينونه خښوي، چې زيان يې ملکي وګړو ته رسېږي، خو وسلوالو طالبانو لا تر دې مهاله په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

د ولايت مقام پر دې پېښې خواشيني ښودلې او له امنيتي ارګانونو يې د څېړنې او عاملينو ته يې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ماين په چاودنو او وسلوالو بريدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه زياته او ورسره د خلکو اندېښنې مخ په زياتېدو دي.

يوه اوونۍ وړاندې هم په کندهار ښار کې د ملکي کارګرو پر کاسټر موټر په ځانمرګي بريد کې ٧ تنه ووژل شول او ٢٣ نور ټپيان وو.

د يادونې ده، په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي پېښو پر مهال د عامو وګړو او په ځانګړې توګه د ماشومانو د مرګ ژوبلې پېښې زياتې شوې دي.

پرون په هلمند او اروزګان ولايتونو کې هم ۱۱ عام وګړي په چاودنو کې ووژل شول.

دغه راز په تېرو درېيو اونيو کې يواځې د هلمند په ګرشک، موسى کلا، سنګين او مارجې ولسواليو کې تر ٢٠ ډېر ملکي وګړي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.

Views: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.