ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کلنټن: توکيو غونډه کې له افغانستان سره د ١٦ ميليارده ډالرو ژمنه کېږي

author avatar
8 Jul 2012 - 10:29
author avatar
8 Jul 2012 - 10:29

توکيو (پژواک ۱۸ چنګاښ ٩١): د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن په توکيو ښار کې د افغانستان د راتلونکي په اړه نړيوال کنفرانس ته په وینا کې وویل، نړیوال ټولنه به تر ۲۰۱۵ کال پورې له افغانستان سره ۱۶ میلیارده ډالره مرسته وکړي.

کلنټن وویل، تمه لري چې افغان حکومت به هماغسې، لکه څنګه چې ولسمشر کرزي ژمنه کړې، اداري فساد له منځه یوسي او ښه حکومتوالي رامنځ ته کړي.
هغې زیاته کړه، چې د افغانستان راتلونکی په افغان حکومت او د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او اقتصاد هغه وخت ښه وده کوي، چې د ډيموکراتیک نظام راتلونکی با ثباته شي، د فساد پر وړاندې مبارزه وشي، ښه حکومتوالي رامنځته شی، د قانون حاکميت رامنځته شی او اقتصادي ودې ته د ټولو خلکو لاسرسى يقيني شي.
د نوموړې په وینا، نړیواله ټولنه د توکیو په کنفرانس کې تر ۲۰۱۵ کاله پورې له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو د مرستو ژمنې کوي، خو ولسمشر بارک اوباما به له کانګریس څخه وغواړي چې تر ۲۰۱۷ زېږدیز کال پورې له افغانستان سره اقتصادي مرستې ځانګړې کړي.
مېرمن کلنټن وویل، چې دغه مرستې به د نړیوالې ټولنې د هغو هڅو برخه وي، چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته دغه هېواد پر خپلو پښو ودرېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې وویل، چې نړیواله ټولنه به تر راتلونکو څلورو کلونو پورې له افغانستان سره د ۱۶ میلیارده ډالرو ژمنې وکړي.
د هغې په وینا، د امریکا او نړیوالې ټولنې مرستې به افغانستان پر خپلو ودروي، اقتصاد به یې پياوړی شي او افغان حکومت به اصلاحات راولي.
هغې زیاته کړه، چې افغان ځواکونو ته د امنیت د چارو سپارلو لړۍ، چې تېر کال پیل شوې، اوس په بریالیتوب سره روانه ده.
کلنټن وویل: ((موږ باید د انتقال په موده کې امنیتي موخې ترلاسه کړو.))
خو نوموړې دا هم وویل، چې امنیت یواځې پر پوځي هلوځلو نه ترلاسه کېږي، اقتصادي پرمختګ او خلکو ته کار ورکول په دې برخه کې مهم رول لوبوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزيره وايي، چې افغانستان په تېره لسیزه کې د پام وړ پرمختګونه کړي، خو د دغو پرمختګونو د ساتلو لپاره د حکومت، خصوصي سکټور، ګاونډیانو او مدني ټولنو ترمنځ په همغږۍ سره کارونه ترسره کول په کار دي.
نوموړې له افغان حکومت څخه د اصلاحاتو راوستلو او په دغه هېواد کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقوقو لپاره د اقداماتو ترسره کولو غوښتنه وکړه.
مېرمن کلنټن وویل، چې ګاونډی هېوادونه د افغانستان په امنیت او اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لوبولی شي.
نوموړې له افغان حکومته وغوښتل، چې خصوصي سکټور او په ځانګړې توګه د پانګه اچونې ښې زمینې دې برابرې کړي.
د توکيو په کنفرانس کې به د لېږد د بهير پاتې موده (د ٢٠١٤ زېږديز کال تر پايه) او له هغه وروسته د بدلون په لسيزه کې (له ٢٠١٥ تر ٢٠٢٥ زېږديز کال پورې) له افغانستان سره د نړيوالې ټولنې سياسي او مالي ملاتړ خپل کړي.
د توکيو د کنفرانس طرحه او ستراتيژي دا ده، چې د بدلون په لسيزه کې افغانستان پر خپل ځان بسيا شي.
د دغه کنفرانس سمبالوونکي وايي، چې د افغان حکومت له خوا نړيوالې ټولنې ته د متقابلې حساب ورکونې او ښې حکومتوالۍ ژمنې ورکول کېږي.

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.