ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه ملکي وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول

دوه ملکي وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول

author avatar
9 Jul 2012 - 12:18
دوه ملکي وګړي او دوه وسلوال طالبان ووژل شول
author avatar
9 Jul 2012 - 12:18

ترينکوټ، پل علم (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): چارواکي وايي، چې د اروزګان په خاص اروزګان ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو دوه عام وګړي وژلي دي او په لوګر کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د اروزګان د امنيه قوماندانۍ وياند فريد عايل د چنګاښ په ١٩ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ مازيګر ناوخته د خاص اروزګان ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړى او يو بل عام وګړى وسلوالو طالبانو وژلي دي.

د هغه په وينا، د يادې ولسوالۍ د سيمه ييزې شورا غړى او عام وګړى تېره ورځ له خپلو کروندو څخه کورونو ته روان وو، چې وسلوالو طالبانو ونېول او ويې وژل.

نوموړي زياته کړه، چې عام وګړى دولت د جاسوسۍ په تور وژل شوى، خو نوموړي له دولت سره هېڅ ډول همکاري نه درلوده.

د وسلوالو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ يې يو کس په خاص اروګان ولسوالۍ کې دولت ته د جاسوسۍ په تور وژلى او د سيمه ييزې شورا د غړي په اړه يې ناخبري وښوده.

د يو بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې تېر ماښام په لوګر کې د پوليسو او وسلوالو طالبانو ترمنځ په نښته کې دوه وسلوال طالبان وژل شوي دي.

د لوګر د امنيت امر سمونوال رييس خان صادق د پژواک اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د لوګر د مرکز پل علم اړوند د جمعه کلا په سيمه کې وسلوالو طالبانو د پوليسو يوې ګزمې ته کمين نېولى او بريد يې پرې وکړ.

د هغه په وينا، د پوليسو په ځوابي ډزو کې دوه وسلوال طالبان ووژل شول او مړي يې دا مهال د لوګر په امنيه قوماندانۍ کې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه پېښه کې پوليسو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.

وسلوالو طالبانو په دې اړه تراوسه څه نه دي ويلي.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.