غزني ښار (پژواک ۱۹ چنګاښ ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني د اب بند ولسوالۍ د امنيت امر له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې وژل شوى دى.
د غزني د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدحسين د چنګاښ په ۱۹مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له غرمې مخکې د اب بند ولسوالۍ د امنيت امر محمدعباد د همدې ولسوالۍ په مربوطاتو کې د وسلوالو کسانو له لوري په نښته کې وژل شوى دى.
د ده په خبره، د امنيت امر د يو لړ عملياتو په ترڅ کې، چې په دغې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوي وو، وژل شوی دى.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن غرمه مهال له اب بند ولسوالۍ د امنيت د امر مړى ور وړل شوى، چې په مرميو لګېدلى و.
وسلوالو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې نن د غزني ښار اړوند د نواباد په سيمه کې د غزني د څارنوالۍ رييس هم د وسلوالو طالبانو له لوري ووژل شو.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن