غزني ښار (پژواک ١٩ چنګاښ ٩١): د غزني ولايت د څارنوالۍ رييس نن سهار د وسلوالو طالبانو له خوا په يوه بريد کې ووژل شو.
د غزني د والي مرستيال محمدعلي احمدي د چنګاښ په ١٩مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د غزني ښار اړوند د نواباد په سيمه کې د غزني د څارنوالۍ رييس سيد سهار ګل د ناپېژانده وسلوالو له خوا پر ډزو ووژل شو.
د هغه په وينا، څارنوال سهارګل له کور څخه د دفتر پر لور روان و، چې څو وسلوالو د يو کمين په ترڅ کې پرې ډزې وکړې او ويې واژه.
نوموړي زياته کړه، چې له پېښې وروسته وسلوال له سيمې تښتېدلي او پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
احمدي وويل، چې په دې پېښه کې يوه کوچنۍ نجلۍ، چې ښوونځي ته تله، هم ټپي شوې ده.
د غزني د ملکي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته د غزني د څارنوالۍ د رييس مړى، چې مرمۍ پرې لګېدلې، ور وړل شوى دى.
د هغه په وينا، په پېښه کې ټپي شوې نجلۍ هم ور وړل شوې او درملنه يې روانه ده.
په سيمه کې يو عيني شاهد عطامحمد وويل، چې په يو کرولا موټر کې درې وسلوال ناست وو، چې کله د څارنوال موټر پرې راغى ډزې يې پرې وکړې او وتښتېدل.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې د غزني د څارنوالۍ رييس د دوى ملګرو وژلى دى.
Visits: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن