ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې درې پوليس ووژل شول

په باميانو کې درې پوليس ووژل شول

author avatar
9 Jul 2012 - 11:18
په باميانو کې درې پوليس ووژل شول
author avatar
9 Jul 2012 - 11:18

باميان (پژواک ١٩ چنګاښ٩١): د باميانو په شيبر ولسوالۍ کې د پوليسو د ګزمې پر موټر د ماين چاودنې له امله درې پوليس وژل شوي دي .

د باميانو د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول لومړى څارن احمدعلي يار زاده وايي، چې دغه چاودنه تېر ماښام هغه مهال د شيبر ولسوالۍ په غندک سيمه کې رامنځته شوه، چې د پوليسو د ګزمې موټر د باميانو مرکز ته پر لاره و.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده پېښه کې درې پوليس وژل شوي، دوخ نور لا درکه دي او يو رينجر موټر هم په ټوليزه توګه له منځه تللى دى.

علي يارزاده زياته کړه، چې دغه چاودنه د وسلوالو طالبانو له خوا رامنځته شوې او اټکل کېږي، چې ورک شوي پوليس به سيند ته غورځېدلي وي.

د باميانو د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول وايي، چې د پوليسو د څېړنې ګروپ سيمې ته ورغلى تر څو د ماين خښوونکو او ورک شوو پوليسو د موندنې په اړه پلټنې وکړي.

د شيبر ولسوال عظيم فريد وايي، چې په دى وروستيو کې په شيبر ولسوالۍ امنيتي ګواښونه ډېر شوي، چې د  مخنيوي لپاره يې لازمه ده، چې امنيه قوماندانۍ د ولسوالۍ پوليس تجهيز کړي ترڅو د امنيتي پوستو شمېر ډېر کړي.

دا دويمه پېښه ده، چې د روانې اونۍ په ترڅ کې په باميان کې رامنځته کېږي.

تر دى وړاندې د باميانو په کهمرد ولسوالۍ کې د سړک غاړې د ماين چاودنۍ له امله څلور پوليس وژل شوي شوي او دوه نور ټپيان وو.

وسلوالو طالبانو د کهمرد د چادونې مسووليت پر غاړه اخيستى خو د شيبر د پېښې په اړه يې څه نه دي ويلي.

کهمرد او شيبر ولسوالۍ د بغلان له تاله او برفک ولسواليو سره ګډه پولې لري، چې د سيمه ييزو مسوولينو په وينا، وسلوال طالبان له هغه ځايه پر کهمرد ولسوالۍ بريد کوي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.