غزني ښار (پژواک ۲۰ چنګاښ ۹۱): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسولۍ کې د ماين چاودنې له امله د يوې کورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
د اندړو ولسوال شېرخان يوسفزي د چنګاښ په ۲۰مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه پېښه نن غرمه مهال د دغې ولسوالۍ د علم خېلو په سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
د هغه په وينا، د ملکي وګړو پر يو سراچه موټر د وسلوالو طالبانو له لوري په لاره خښ شوى ماين وچاودېد، چې له امله يې درې تنه چې يو په کې ماشوم دى، ووژل شول.
نوموړي زياته کړه، چې وژل شوي ټول د يوې کورنۍ غړي دي.
د غزني د والي وياند سباوون هم ياده پېښه مني او وايي، چې په موټر کې سپاره ټول د يوې کورنۍ غړي وو او ټول وژل شوي دي.
د سيمې خلک هم وايي، چې وسلوالو طالبانو د اندړو ولسوالۍ د يو شمېر سيمو پر لارو ماينونه خښ کړي، چې ډېری وخت يې له امله ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي.
د دې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي مجيب الرحمن پژواک اژانس ته وويل، کله چې په سيمه کې عام خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد راپورته شوي، نو هغوى يې په مقابل کې په لويو لارو کې ماينونه خښوي.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن