ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنيت: د زده کوونکو د مسموميت د تورنو کسانو د شکنجې تور رواني جګړه ده

ملي امنيت: د زده کوونکو د مسموميت د تورنو کسانو د شکنجې تور رواني جګړه ده

author avatar
11 Jul 2012 - 17:41
ملي امنيت: د زده کوونکو د مسموميت د تورنو کسانو د شکنجې تور رواني جګړه ده
author avatar
11 Jul 2012 - 17:41

کابل ښار (پژواک ٢١ چنګاښ ٩١): د ملي امنيت لوى رياست د دغه رياست له خوا د تورنو کسانو د شکنجې په اړه په کابل کې د بشري حقونو د دفتر څرګندونې او د زده کوونکو د مسموميت په اړه د شواهدو نشتوالى د هېواد د امنيتي ځواک پر وړاندې يو ډول رواني جګړه وبلله.

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) د بشري حقونو د واحد مسوول جيمز رادهور په دې وروستيو کې د فرانسې خبري اژانس ته ويلي، چې په ښوونځيو کې د سمي توکو د شتون په اړه هېڅ شواهد، چې ويل کېږي، نجونې زده کوونکې يې له امله مسمومې شوې، په لاس کې نشته.

همدارنګه رادهور زياته کړې: “داسې اندېښنې شته، چې ښايي د زده کوونکو د مسموميت په تړاو نيول شوو شکمنو کسانو د شکنجې له امله اقرار کړى وي.”

خو د ملي امنيت د لوى رياست په خبرپاڼه کې، چې نن پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې ، راغلي دي: “د ملي امنيت لوى رياست په کابل کې د بشري حقونو د دفتر راپور په کلکه رد او بې بنسټه بولي او دغه راپور طالبانو ته د روحيې ورکولو، هڅولو او له هغوى سره د اړوندو کړيو د جنايتونو د پټولو په توګه بولي او دا ډول څرګندونې د افغانستان د امنيتي ځواک پر وړاندې د يو ډول رواني جګړې پر لاره اچول بولي.”

سرچينې ليکلي دي، دا په داسې حال کې ده، چې ټولې ملي او نړيوالې رسنۍ له تخار، سرپل، فارياب، باميانو او جوزجان ولايتونو څخه د سلګونو نجونو زده کوونکو د مسموميت په اړه مستند راپورونه جوړ او خپاره کړي دي.

د ملي امنيت لوى رياست ليکلي، چې بي بي سي په مستقيم ډول د تخار د مسموميت قضيې په تړاو د ملي امنيت په نظارتخانه کې له نيول شوو تورنو کسانو سره مرکه کړې او هلته يې په ښکاره پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

د ملي امنيت د لوى رياست د وياند د معلوماتو له مخې، تر اوسه د ښوونکو، زده کوونکو، د يوه ښوونځي د تحويلدار او وسلوالو طالبانو په ګډون ٢٣ تنه د زده کوونکو په مسموميت کې د لاس لرلو په تور نيولي دي او نيول شوو د څېړنو پر مهال خپل جرم منلى، چې د پيسو په بدل کې يې زده کوونکي مسموم کړي دي.

د دغه رياست په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه رياست د بشري حقونو ټول ملي او نړيوالو نافذه ميثاقونه او قوانين په بشپړ ډول په پام کې نيولي او درناوى ورته لري او په پلي کېدو کې يې هڅه کوي.

 همدارنګه سرچينې زياته کړې: “خو په خواشينۍ سره چې ښاغلي جېمز رادهور په خپلو غير مسؤولانه څرګندونو کې په ډاګه کړې ده، چې ګويا له تورنو کسانو څخه د اعتراف په اخيستو کې له شکنجې کار اخيستل شوى او همدارنګه زياته کړې يې ده، چې په ښوونځيو کې د سمي توکو په اړه هېڅ مدرک نشته، چې ويل کېږي، نجونې زده کوونکې پرې مسمومې شوې دي.”

همدارنګه په دې خبرپاڼه کې راغلي: “جيمز رادهور د څېړنې له ترکيبي پلاوي (د ملي امنيت لوى رياست، لويې څارنوالۍ، د کورنيو چارو وزارت او د تخار ولايت د پوهنې له رياست سره له اړيکې پرته د خپل کار د مېز تر شاه په تړلو سترګو په تخار کې د نجونو د ښوونځيو کې د سمي توکو د شيندلو د قضيې د څېړنې په اړه او د قضيې په اړه له هېڅ پوهاوي پرته بې بنسټه او غير متوازن تورونه وارد کړي دي.”

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.