ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په اچين ولسوالۍ کې يو ښوونځى په ماينونو والوځول شو

په اچين ولسوالۍ کې يو ښوونځى په ماينونو والوځول شو

author avatar
11 Jul 2012 - 10:30
په اچين ولسوالۍ کې يو ښوونځى په ماينونو والوځول شو
author avatar
11 Jul 2012 - 10:30

جلال اباد (پژواک ٢١ مه چنګاښ ٩١): د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې ناپېژاندو وسلوالو يو ښوونځى په ماينونو والوځاوه.

د اچين ولسوال حاجي عبدالخالق معروف د چنګاښ په ٢١ مه پژواک اژانس ته وويل،چې ناپېژاندو کسانو تېره شپه داچين ولسوالۍ د پېښې په سيمه کې د هلکانو يو ښوونځى په ماينونوالوځولى دى.

د هغه په وينا، د سيمې خلک وايي، چې د ناپېژاندو وسلوالو شمېره شاوخوا ٤٥ تنو ته رسېده.

نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته يې پوليس استولي وو،د وسلوالو له لوري پرې ډزې شوې وې، خو چاته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ولسوال وويل: ((د دغې پېښې په اړه مو تراوسه څوک نه دي نيولي، خو پلټنې روانې دي.))

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې وسلوالو کسانو بيګاه ناوخته ١٢ بجې د اچين ولسوالۍ د پېښې مرکزي ښوونځى پر ماينونو الوځولى دى.

د هغه په وينا، ناپېژاندو وسلوالو لومړى د ښوونځي په دهليز کې ماينونه ځاى پر ځاي کړي او ورو سته يې چاودنه ورکړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغه چاودنه کې د ښوونځي شپږ درسي خونې له منځه تللي   او نورې يې زيانمنې شوې دي.

د ده په خبره، که څه هم دغه ښوونځى په ١٣٨٦ کال کې جوړ شوى و، خو تر دا مهال پورې يې احاطه هم نه درلوده.

اصف شينوراي وويل، چې چاودنه په يوه متوسطه ښوونځي کې رامنځ ته شوې ده، چې ١١٥٠ تنو هلکانو په کې زده کړې کولې.

د وسلوالو طالبانو يو وياند ذبيح الله مجاهد وويل، چې دغه کار د دوى لخوا نه دى ترسره شوى.

د يادونې ده، چې شاوخوا دوه مياشتې مخکې هم د ننګرهار د چپرهار په ولسوالۍ کې يو ښوونځى د ناپېژاندو کسانو له لوري په ماينونو الوځول شوى و.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.