غزني ښار (پژواک ۲٢ چنګاښ ۹۱): امنيتي چارواکي وايي، چې په غزني کې يې د يو لړ عملياتو پر مهال پنځه تنه له وسلو او چاودېدونکو توکو سره يو ځاى نيولي دي.
د غزني ولايت د ملي امنيت رييس سيداميرشاه سادات د چنګاښ په ۲٢ مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان يې تېره ورځ ناوخته د ګيلان او واغز په ولسواليوکې نيولي دي.
د ده په خبره، دوه وسلوال يې له وسلو سره د غزني په ګيلان ولسوالۍ کې او درې نور يې له يو شمېر وسلو او نږدې سل کيلو ګرامه چاودېدونکو توکو سره، چې په پلاستيکي نلونو کې يې ځاى پر ځاى کړي وو، په واغز ولسوالۍ کې نيولي دي.
نوموړي زياته کړه، دغو کسانو غوښتل، چې له دغو چاودېدونکو توکو ماينونه جوړ کړي او په لارو کې يې خښ کړي، خو مخکې له مخکې د ملي امنيت د ځواکونو له لوري ونېول شول.
د هغه په وينا، چاودېدونکي توکي دوى په سيمه کې شنډ کړل او په نيول شويو پنځو تنو کې يې يو د دوى له ځواکونو سره په نښته کې ټپي شوى دى.
سادات وايي، چې په نيول شويوکې يې دوه تنه په ماين جوړولو کې پوره مهارت لري او له دې نه مخکې يې هم څو ځله ماينونه جوړ کړي او په لويو لارو کې يې خښ کړي دي.
ده زياته کړه، چې دغه عمليات يواځې د دوى دځواکونو له لوري ترسره شوي ، چې پر مهال يې د دوى منسوبينو او ملکي وګړيو ته زيان نه دى اوښتى.
وسلوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن