ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو مشهور طالب قوماندان ووژل شو

author avatar
13 Jul 2012 - 12:23
author avatar
13 Jul 2012 - 12:23

غزني ښار (پژواک ۲۳ چنګاښ ۹۱): د غزني چارواکي وايي، چي د دغه ولايت په اندړو ولسوالۍ کې د ملا فاتح په نوم يو مشهور طالب قوماندان وژل شوى او درې وسلوال ژوندي نيول شوي دي.

 د غزني د والي وياند سباوون د چنګاښ په ۲۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته ګډو ځواکونو د اندړو ولسوالۍ په قدم خېلو سيمه کې د وسلوالو طالبانو پر ضد عمليات ترسره کړي دي.

سباوون زياته کړه، ياد قوماندان له درېيو نورو وسلوالو طالبانو سره په يوه کور کې وو، چې ګډو ځواکونو پرې عمليات وکړل.

هغه وويل، چې په دغو عملياتو کې په خپله ملا فاتح وژل شوى او درې نور وسلوال ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په خبره، چې په عملياتو کې د وسلوالو طالبانو څلور موټرسايکلونه هم سوځول شوي دي.

د قدم خېلو سيمې يوه اوسېدونکي انارګل پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د دوى په سيمه کې د الوتکو او ډزو غږونه اورېدل کېدل.

انارګل زياته کړه، سهار مهال خبر شول چې په دې سيمه کې د ګډو ځواکونو له خوا عمليات ترسره شوى، چې په پايله کې يې يو طالب قوماندان وژل شوى او ۷ تنه نور يې له ځان سره وړي دي.

د ده په خبره، چې په نيول شوو کسانو کې څلور د يوه کور غړي دي.

وسلوالو طالبانواو نړيوالو ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

 

 

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.