هرات (پژواک ٢٤ چنګاښ ٩١): د هرات د شينډنډ ولسوال عبدالسلام رحيمي د وسلوالو طالبانو له خوا په يوه بريد کې وژل شوى دى.
د هرات دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال نورخان نېکزاد نن (د چنګاښ ٢٤مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، چې رحيمي تېر ماښام له جومات څخه تر وتو وروسته د شنډنډ په بازار کې له يوه دوکاندار سره د خبرو کولو په حال کې و، چې د يوه موټرسايکل سپاره له خوا پرې ډزې وشوې او ويې واژه.
هغه زياته کړه، چې د شينډنډ ښاروال په دغه بريد کې ټپي شو، خو روغتون ته پر لاره يې ساه ورکړه.
نېکزاد وايي، چې په بريد کې دوکاندار ټپي شوى دى.
خو د هرات د ولايتي شورا غړى دُرمحمد ظريفي وايي، چې دغه دوکاندار هم د ژورو ټپونو له امله مړ شوى دى.
ظريفي، چې د شينډنډ ولسوالۍ اوسېدونکى دى، زياته کړه، چې عبدالسلام رحيمي يو بې پلوه سړى و او د معلم سلام په نوم مشهور و.
د هغه د معلوماتو له مخې، رحيمي نږدې پنځوس کاله عمر درلود او په تېرو درېيو کلونو کې يې د ښاروال په توګه او له هغه مخکې يې د شينډنډ د ولسوال په توګه دنده ترسره کوله.
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايي، چې هغوى تېره شپه د شينډنډ ولسوال په يوه غلچکي بريد کې وژلى دى.
د يادونې ده ، چې وسلوالو طالبانو د روان کال د غويي په ١٤مه د الفاروق په نوم عمليات پر لاره اچولي او موخه يې د بهرنيو ځواکونو،د هغوى د مشاورينو او قرارداديانو، لوړ پوړو دولتي چارواکو، د ملي شورا غړيو، د کورنيو چارو او دفاع وزارتونو منسوبينو،د سولې د عالي شورا د غړيو او ټولو هغو کسانو په نښه کول دي، چې د طالبانو پر ضد فعاليت کوي.
خو د ملي دفاع وزارت دا تبليغاتي جګړه بولي او وايي، چې د هېواد ملي ځواکونه د هر ډول بريدونو دفع کولو ته چمتو دي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن