کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): ولسمشر حامد کرزي د امريکا سفير ته د علامه سيدجمال الدين افغان دولتي نښان ورکړ.
دغه مطلب په هغې خبرپاڼه کې راغلى، چې د ولسمشر د ويندوى له دفتر څخه د چنګاښ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې حامد کرزي د يو لړ مراسمو په ترڅ کې په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير راين کراکر ته د علامه سيدجمال الدين افغان عالي دولتي نښان ورکړ.
د سرچينې په وينا، راين کراکر ته چې د افغانستان او امريکا ترمنځ يې د اړيکو په لا پياوړي کولو او د امريکا اوسېدونکو او نړيوالو ته يې د افغانستان د سم او مناسب ورپېژندلو په برخه کې د قدر وړ خدمتونه ترسره کړي، د اساسي قانون د ۶۴مې مادې او ۱۹مې فقرې له مخې، ياد شوى دولتي نښان ورکړل شوى دى.
هېره دې نه وي، چې راين کراکر چې په افغانستان کې يې اوس د کار موده پای ته رسېدلې ده، د ۲۰۱۱ کال د جولای له مياشتې را په دې خوا د امريکا متحده ايالاتو سفير و.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن