کابل ښار (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩١): د افغانستان د پنځو زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ د يو ورځنيو لوبو (اتصالات چېلېنج کپ) سياليو اتلولي د بست زون وګټله.
د کرکټ بورډ وياند نصرت الله وفا پژواک اژانس ته وويل، د بست زون منتخبې لوبډلې په پای لوبه کې نن (د چنګاښ ٢٦ مه) بند امير زون ته په ماتې ورکولو سره وکولای شول، چې د دغو سياليو اتلولي ترلاسه کړي.
د هغه په وينا، د لوبې ټاس (پچه) د بند امير زون منتخبې لوبډلې وګاټه او په خپله يې د بېټېنګ کولو پرېکړه وکړه او په ۳۷ اورونو کې يې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۹ منډې جوړې کړې او بست زون ته يې د ۱۷۰ منډو هدف وټاکه.
نوموړي زياته کړه، چې د بند امير زون له لوري محمود ۵۶ منډې، حشمت الله ۴۹ منډې او بابر په خپل وار سره ۳۹ منډې جوړې کړې، خو په ځواب کې د بست زون له لوري امان الله او نوين الحق بيا د بند امير زون لوبډلې درې درې لوبغاړي وسوځول.
د ده په خبره، ورپسې بست لوبډلې لوبه پيل کړه او په ۳۵ اورونو کې يې د خپلو څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره د بند امير زون له لوري ورکړل شوي هدف ته ځان ورساوه او په شپږو ويکټو يې لوبه د ځان په ګټه پای ته ورسوله.
وفا وويل: ((د بست زون د منتخبې لوبډلې له لوري سمېع اغا ۶۲ منډې او شوکت زمان ۵۲ منډې جوړې کړې.))
د هغه په وينا، د دغې لوبې غوره لوبغاړی سمېع اغا ونومول شو.
ده زياته کړه، چې د زونونو د منتخبو لوبډلو ترمنځ يو ورځېنۍ لوبې (اتصالات چېلېنج کپ سيالۍ) له تېرو لسو روځو راهيسې په کابل کې پيل شوې وې او نن د بست زون په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د کرکټ بورډ وياند وايي، چې په دغه ټورنمنټ کې ثناالله د ١٢ ويکټو په ترلاسه کولو سره غوره توپ اچوونکى، شوکت زمان د ۲۹۸ منډو په برابرولو سره، چې درې پنځوسيزې يې هم وهلې وې، غوره توپ وهونکی ونومول شول.
د ده په خبره، د ياد سياليو غوره لوبغاړی شفيق الله شفق ونومول شو، نوموړي د ۲۶۱ منډو د جوړولو ترڅنګ نهه لوبغاړي هم سوځولي وو.
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن